فراه-فيض اباد-شبرغان (پژواک ١٧ ورى ٩١): په فراه، بدخشان او جوزجان ولايتونو کې د درېيو بېلابېلوپېښو په ترڅ کې ٩ سيمه ييز پوليس ووژل شول، شپږ ملي پوليس ټپيان او ١١ پوليس له طالبانو راخوشې شول.
د فراه د خاک سفېد ولسوال خداداد نن (د وري ١٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ په رنج سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې ٩ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
خداداد د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه ناخبري وښوده.
د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال شمس الرحمن زاهد د دې پېښې په پخلي سره پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې د شمېرې په اړه معلومات نه لري.
همدارنګه طالب وياند قارى يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ١٢ پوليس يې د هغوى د قوماندان په ګډون په خاک سفېد ولسوالۍ کې وژلي دي.
د يوه بل خبر له مخې، وسلوالو طالبانو ١١ سرحدي پوليس، چې درې شپې مخکې يې په يوه بريد کې د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سيمه کې نيولي وو، خوشي کړل.
د بدخشان د اشکاشم د ٧ نمبر سرحدي کنډک قوماندان سمونوال عبدالواحد پژواک ته وويل، چې طالبانو له ١١ پوليسو وسلې، مهمات او جامې اخيستې او تېره ورځ يې راخوشي کړي دي.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري د ١١ پوليسو د خوشي کېدو پخلى وکړ او ويې ويل، چې ډېر ژر به له طالبانو څخه د وردوج ولسوالۍ د پاکولو په موخه د افغان ځواکونو ګډ عمليات پيلېږي.
همدارنګه د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په ګډون شپږ تنه ټپيان شول.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغزيز غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د درزاب ولسوالۍ په ګردن سيمه کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې د درزاب ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون شپږ پوليس ټپيان شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
د درزاب ولسوالۍ سرپرست مطيع الله پژواک ته وويل، چې د دې پېښې ټپيان بلخ ولايت ته لېږدول شوي او د دوو روغتيايي وضعيت خراب دى.
هغه وويل، دغه موټر هغه مهال، چې د اقساى له کلي نه د دغه ولايت د مرکز په لور روان وو، پر ماين وخوت.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې چاودنه کې د درزاب ولسوالۍ امنيه قوماندان له دريو نورو پوليسو سره وژل شوى او درې نور پوليس ټپيان دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن