ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکمن چارواکيو د تاپي پروژې په اړه د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړى

ترکمن چارواکيو د تاپي پروژې په اړه د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړى

author avatar
6 Apr 2012 - 16:01
ترکمن چارواکيو د تاپي پروژې په اړه د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړى
author avatar
6 Apr 2012 - 16:01

کابل (پژواک ١٨ ورى٩١): د ترکمنستان چارواکيو د افغانستان له لارې له دې هېواد څخه پاکستان او بيا هند ته د ګازو د لېږدېدونکې نل ليکې په اړه د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړى دى .

دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزارت وياند جواد عمر د وري په ١٨ مه ، پژواک خبري اژانس ته وکړې .

هغه وويل ، چې د کانونو وزير وحيدالله شهراني د وري په ١٥ مه ، ترکمنستان ته تللى و، ترڅو له ترکمني چارواکيو سره د افغانستان له لارې له دې هېواد څخه پاکستان او بيا هند ته د ګازو د لېږدېدونکې نل ليکې (TAPI) په اړه خبرې وکړي .

د سرچينې د څرګندونې له مخې، شهراني د دې سفر پرمهال د ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي محمدووف ، د ولسمشر مرستيال ، د نفتو وزير او د ترکمنستان د نفتو ملي شرکت له مشر سره خبرې کړې دي .

عمر وويل ،چې له ترکمني چارواکيو سره په خبرو کې د افغانستان لوري غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شوى، خو په ډاګه يې نه کړه ، چې په دې اړه د افغانستان غوښتنې څه شى وې .

دغه راز سرچينې زياته کړه ، ټاکل شوې ده ،چې د غبرګولي په څلورمه ،د اسيايي پراختيا بانک د استازي په ګډون د افغانستان ، ترکمنستان ، پاکستان او هندد نفتو وزيرانو ترمنځ په عشق اباد کې غونډه وشي .

هغه زياته کړه : (( دا به وروستۍ ناسته وي او د تاپي پروژې ټول اړين اسناد به  نهايي شي ، چې په اصل کې دا ناسته د دې پروژې سرنوشت ټاکي .))

د سرچينې د څرګندونې له مخې ، د دې پروژې لګښت شاوخوا ١٠ ميليارده امريکايي ډالره اټکل شوى او دغه پروژه  د اسيايي پراختيايي بانک لخوا پلې کېږي .

د تاپي پروژې په اړه د دولتونو هوکړه د ١٣٨٩ کال په لېندۍ مياشت کې د افغانستان ، پاکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو او د هند د نفتو وزير ترمنځ لاسليک شوې وه .

عمر دغه پروژه د سيمې په کچه ستره  وبلله او زياته يې کړه ، چې  له پلې کېدو سره به يې  نه يواځې د څلورو واړو هېوادونو اقتصادي وده ګړندۍ شي، بلکې په سيمه کې به د امن او ثبات په ټينګښت کې هم مثبتې اغېزې ولري.

د کانونو وزارت مخکې ويلي و ، ټاکل شوې ده، چې د دې نل ليکې د نصب عملي کار په ٢٠١٤ زېږديز کال کې پيل شي.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني پژواک ته ويلي و، چې د دې نل ليکې له لارې به د ګاز لېږد په ٢٠١٦ زېږديز کال کې پيل شي او تر دېرشو کلونو به يې هر کال له لارې تر ٣٤ ميليارد مکعب متره اوبلن ګاز لېږدول کېږي، چې افغانستان به د دې نل ليکې د ترانزيټ له لارې په کال کې تر ٤٠٠ ميليون ډالرو پورې عوايد ولري.

دغه راز ، افغانستان کولاى شي، چې د اړتيا په صورت کې له دې نل ليکې څخه په لومړيو کې هر کال ٦٠٠ ميليون مکعب متره او وروسته په کال کې څه باندې ٥ ميليارده مکعب متره ګاز وپېري.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نل ليکه ١٨٠٠ کيلومتره اوږدوالى لري، چې ٩١٧ کيلومتره يې د افغانستان په خاوره کې تېريږي.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.