اسعداباد(پژواک١٨ ورى ٩١): د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د جمعې له لمانځه وروسته ځانمرګي بريد وشو، چې په پايله کې يې ددى ولايت د سولې عالي شورا مشر ووژل شو.
دغه څرګندونې د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمدنظري د وري په ١٨ مه ، پژواک خبري اژانس ته وکړې .
هغه وويل،چې دغه ځانمرګى بريددسولې عالي شورا پر ولايتي مشر مولوي محمد هاشم منيب د وټه پور ولسوالۍ په مرکز کې ، د جمعې له لمانځه وروسته د هغه کور ته نږدې ترسره شو .
سرچينې زياته کړه، چې دوى ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې، په دې بريد کې مولوي محمد هاشم منيب وژل شوى، خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .
هغه وويل ،چى بريدکوونکى پلى و ، چې مړي يې په سيمه کي پروت دى، خو هويت يى تراوسه نه دى معلوم .
خو دکونړ ولايت د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر محمد فريد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى ته دوه ټپيان راوړل شوي و ،چې يوتن يې د ټپونو له امله ساه ورکړه .
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پژواک ته دا ومنله ،چې په دې پېښه کې د منيب مشر زوى هم وژل شوى دى .
د نصير په نوم د سيمې يوتن اوسېدونکي، چې ځان د منيب د خپلوانوله ډلې ګڼي ، پژواک ته وويل چې په دې بريد کې بل وژل تن د محمد هاشم منيب زوى دى .
تراوسه ددى پيښي مسووليت کومى دلى په غاړه ندي اخيستې .
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن