ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تګاب کې څلور ملکي وګړي ووژل شول

په تګاب کې څلور ملکي وګړي ووژل شول

author avatar
6 Apr 2012 - 10:41
په تګاب کې څلور ملکي وګړي ووژل شول
author avatar
6 Apr 2012 - 10:41

محمود راقي (پژواک ١٨ ورى ٩١):د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو او پوليسو په چاڼيزو عملياتو کې څلور ملکي وکړي  وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه څرګندونې د کاپيسا د ولايتي شورا غړي نجيب الله رحيمي د وري په ١٨مه ، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل ، چې په وژل شويو کسانو کې دوه نجونې،يوه مېرمن او يو ماشوم شامل دي او ټپيان هم دوه ماشومان دي .

د سرچينې د څرګندونو له مخې، ملي اردو او پوليسوله تېرو درېيو ورځو راهېسې د تګاب ولسوالۍ په ميراخېل ، ادېزيو او سنزيو سيمو کې چاڼيز عمليات پېل کړي دي .

د هغه په وينا، دغه مرګ ژوبله په هغو عملياتو کې ، چې د وسلوالو مخالفينو لخوا ورسره په سيمه کې وسلوال مقاومت هم کېږي ، پرون مازيګر رامنځته شوې ده .

د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخندزاده هم په دې عملياتو کې د ملکي وګړيو ياده مرګ ژوبله تاييدوي .

خو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي بيا وايي، چې دوی د دولت يو شمېر مخالفېن وژلي او يو شمېر سيمې يې د دولت له مخالفينو څخه پاکې کړې دي.

هغه په دغو عملياتو کې د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې په دغو عملياتو کې ٨ وسلوال مخالفين وژل شوي او ٨ نور ژوندي نيول شوي دي .

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلى .

د يادونې ده ،چې تېره ورځ هم په تګاب ولسوالۍ کې شپږو عامو وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.