ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف د ٧ طالب قوماندانانو د وژلو خبر ورکړ

ايساف د ٧ طالب قوماندانانو د وژلو خبر ورکړ

author avatar
7 Apr 2012 - 16:36
ايساف د ٧ طالب قوماندانانو د وژلو خبر ورکړ
author avatar
7 Apr 2012 - 16:36

ميمنه (پژواک ١٩ ورى ٩١): افغان او د ايساف چارواکي په فارياب کې د هوايي عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د اوو قوماندانانو د وژلو او د ازبکستان د اسلامي حرکت د يوه غړي له نيولو خبر ورکړ.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د وري ١٩مه) په فارياب کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه په المار ولسوالۍ کې ترسره شول.

سرچينې د طالبانو د قوماندانانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي، چې د ازبکستان د اسلامي حرکت غړى چې د فارياب په ولايت کې د مالي اکمالاتو مسووليت يې پر غاړه درلود، درې ورځې مخکې په شوي ځانمرګي بريد کې هم لاس درلود.

سرچينې زياته کړه، چې نيول شوى کس د عملياتو په ترڅ کې د يوه ماشوم او يوې ښځې څخه د انساني سپر په توګه کار اخيست، چې هغوى ژغورل شوي او په عملياتو کې ملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

ايساف په خبرپاڼه کې زياته کړې، چې دغه کس د ازبکستان د اسلامي حرکت د دويمې شمېرې مشر له مخدوم نصرت سره، چې دوه اونۍ مخکې د ياد ولايت د پشتونکوټ د ولسوالۍ په غارتپه کې ونيول شو، اړيکه درلوده.

د المار ولسوال محمد صالح پژواک ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ د غلبلې په سيمه کې وشول.

نوموړي زياته کړه، چې طالبانو او د سيمې خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه معلومات نه لري.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق اقساى هم له دغو عملياتو څخه ناخبري وښوده، خو د فارياب د ملي امنيت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم، يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې په دغو عملياتو کې اوه تنه وژل شوي او يو نيول شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې نيول شوى کس صمد نوميږي او د ياد ولايت د خواجه سبزپوش د ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستيال دى.

نوموړي همدرانګه وويل، چې په وژل شوو کې قاري شکېب، چې د ياد ولايت د ملي امنيت د پخواني مشر ډاکتر سيداحمد سادات په وژنه کې يې لاس درلود، هم شامل دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.