ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې عام وګړي او ٩ وسلوال طالبان ووژل شول

درې عام وګړي او ٩ وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
9 Apr 2012 - 11:26
درې عام وګړي او ٩ وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
9 Apr 2012 - 11:26

ميمنه،محمود راقي، ښرنه ، ميدانښار ( پژواک ٢١ ورى ٩١) : د هېواد د بېلابېلو سيمو په وروستيو ناامنيو کې درې  عام وګړي او ٩وسلوال طالبان وژل شوي  او دوه قوماندان يې ژوندي نيول شوي دي.

په فارياب ولايت کې يوې امنيتي سرچينې ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تيره ورځ مازيګر د پشتون کوټ ولسوالۍ په قصبه کلا سيمه کې د آيساف په عملياتو کې د طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان ونيول شول او درې نور ټپيان شول.

سرچينې زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ملا جانان او ملاحيات ، چې د فارياب لپاره د طالبانو لخوا د ټاکل شوي والي  ملا عالم له نږدې کسانو څخه و ،نيول شوي دي .

دغه راز آيساف هم د يوې  خبرپاڼې په خپرولو سره، چې يوه کاپي يې پژواک ته راليږل شوې ،ويلي چې ياد عمليات په پشتون کوټ کې د طالبانو د ځايي کمېسيون د يوه مشر د نيولو په موخه ترسره شول.

خبرپاڼه زياتوي ، په عملياتو کې دياد کمېسيون مشر، چې انسان تښتونو ، چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې يې لاس درلود،له يو بل تن سره ونيول شو.

دغه راز د کاپيسا ولايت دتګاب  ولسوال عبدالحکيم اخندزاده د وري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو او پوليسو له لوري چاڼيز عمليات ترسره شول.

هغه زياته کړه ،چې په دې عملياتو کې درې عام وګړي او يو وسلوال طالب وژل شوى   دى .

د نوموړي په وينا، عام وګړي هغه مهال ووژل شول، کله چې د عملياتو پر مهال د هوان مرمۍ پر يوه کور ولګېدله.

د تګاب د اديزيو دسيمې يو تن اوسېدونکي شاه محمود پژواک ته وويل ، چې ددې عملياتو له امله ګڼ شمېر خلکو خپل کورونه پريښي دي.

د شاهين ساپي په نامه يوتن سيمه ييز طالب په دې عملياتو کې ديوه طالب وژل کېدل تاييد کړل.

بلخوا د پکتيکا ولايت چارواکيو هم د يو لړ  عملياتو په ترڅ کې د پنځو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.

 

ددې ولايت د والي وياند مخلص افغان پژوک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د يوسف خېلو ولسوالۍ د جرکنۍ په سيمه کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

 

هغه زياته کړه ، چې په دې عملياتو کې درې ميله کلاشينکوفونه، يو ميل راکټ، يوه اندازه مرمۍ او لاسي بمونه هم ګډو ځواکونو ترلاسه کړي دي.

 

د والي وياند دغه راز وويل ، چې د وازې خوا ولسوالۍ اړونده د ګواشتې په سيمه کې د نښتې په ترڅ کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او له دوى څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

 

افغان وايي ،چې په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

 

بلخوا ددې ولايت پوليسو په ښرنې ښار کې دوه غله له يوه عراده غلا شوي سراچه موټر سره نيولي دي.

 

د ښرنې ښار د لومړۍ امنيتي حوزې آمرمحمدصديق پکتيکاوال پژواک ته وويل ، چې غلو ياد مو‌ټر له کابل څخه تښتولى و.

 

د هغه په وينا، نيول شويو غلو د پلټنو پر مهال اعتراف کړى، چې د سراچې موټر خاوند يې په کابل کې وژلى او بيا يې موټر ترې وړى و.

 

د يوه بل خبر له مخې، د ميدان وردګو  ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي .

 

د سيد اباد ولسوال ډاکتر مسلم پژواک اژانس ته وويل چې ياد طالبان هغه مهال ووژل شول، کله چې دوى غوښتل پر اکمالاتي کاروان بريد وکړي.

دى وايي ،چې ددوى مړي ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.

دغه راز نن سهار د ميدان ښار اړونده سيمه کې د تېلو يو ټانکر سوځول شوى دى.

 

عيني شاهدان وايي چې په ټانکر کې چاودنه شوې، خو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، چې په دې ټانکر کې پخپله اور لګېدلى و او سوځېدلى دى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.