ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٥ وسلوال طالبان ووژل شول

١٥ وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
12 Apr 2012 - 12:12
١٥ وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
12 Apr 2012 - 12:12

غزني ،کلات-ګردېز (پژواک ۲۴ وری ۹۱): چارواکي وايي، چې په غزني، زابل او پکتيا ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ١٥ وسلوال طالبان وژل شوي او دوه ژوندي نيول شوي دي.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوود شاه وفادار د وري پر ۲۴مه، پژواک اژانس ته وويل، چې نن د يو لړ عملياتو پر مهال د غزني په مقر ولسوالۍ کې د محمود په نوم د وسلوالو طالبانو د قوماندان په ګډون پنځه وسلوال وژل شوي دي.

د هغه په وينا، له افغان ځواکونو سره په دې عملياتو کې بهرني ځواکونه هم شته او تردې دمه په کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او عمليات دوام لري.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په مقر کې د روانو عملياتو پر مهال د دوى د درېيو ملګرو نېول کېدل مني، خو د وژل شويو طالبانو په اړه يې څه نه دي ويلي.

دغه راز د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر د دغه ولايت په شاه جوى او سيوري ولسواليو کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ژوندي ونيول شول.

د هغه په وينا، په شاجوى کې سيمه ييزو او ملي پوليسو له بهرنيو ځواکونو سره ګډ عمليات درلودل ، چې په ترڅ کې يې څلور وسلوال طالبان ووژل شول.

شېرزاد زياته کړه: ((دوه تنه نور وسلوال طالبان ژوندي نيول شوي او ورسره شپږ موټرسايکلونه، يو ار پي جي راکټ، يوه پيکا او په زياته اندازه مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.))

امنيه قوماندان دغه راز وويل، چې تېر مازيګر د سيوري ولسوالۍ د کوچني ښار په کلي کې پوليس پر ګزمه بوخت وو، چې د وسلوالو طالبانو تر بريد لاندې راغلل او د پوليسو په ځوابي بريد کې يو وسلوال ووژل شو.

د ده په خبره، په يادو پېښو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه  څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېر مازيګر راهيسې د جانخېلو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د ميوند په نوم چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د يادو عملياتو پر مهال د جانخېلو ولسوالۍ د کوټکي کنډو په سيمه کې تر اوسه څلور وسلوال طالبان وژل شوي  او يو شمېر مهمات هم ترې ترلاسه شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې د ملي اردو کومانډو ځواکونه او پوليس ګډون لري، بهرني ځواکونه هم ورسره ملاتړى رول ترسره کوي.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالرحمان منګل پژواک اژانس ته وويل، چې د عملياتو د پيلېدو موخه په ياده ولسوالۍ کې د پرمختيايي چارو ترسره کول او سيمه له وسلوالو طالبانو پاکول دي.

نوموړي هم په يادو عملياتو کې د څلورو وسلوالو طالبانو د وژلو پخلى وکړ او زياته يې کړه،دغه عمليات به تر هغه روان وي، ترڅو سيمه له وسلوالو پاکه شي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په جانخېلو ولسوالۍ کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او له دوى سره يې اړيکې نه درلودې.

 

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.