ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پارلمان د امريکا او ناټو په اړه د ملي امنيت کمېټې سپارښتنې منظور کړې

د پاکستان پارلمان د امريکا او ناټو په اړه د ملي امنيت کمېټې سپارښتنې منظور کړې

author avatar
13 Apr 2012 - 11:13
د پاکستان پارلمان د امريکا او ناټو په اړه د ملي امنيت کمېټې سپارښتنې منظور کړې
author avatar
13 Apr 2012 - 11:13

اسلام اباد (پژواک ٢٥ ورى ٩١): د پاکستان پارلمان له امريکا سره د دغه هېواد د اړيکو او د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانيستلو په اړه په دغه پارلمان کې د ملي امنيت کمېټې سپارښتنې منظور کړې.

په دغو ١٤ سپارښتونو کې چې تېره شپه د پاکستان د پارلمان د دواړو مجلسونو په ګډه غونډه کې تصويب شوې، ټينګار شوى چې ناټو ته بايد اجازه ورنه کړل شي، چې د پاکستان له لارې پوځي تجهيزات ولېږدوي؛ خو په سپارښتونو کې د غير پوځي اکمالاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

په يادو سپارښتونو کې غوښتنه شوې، چې پر قبايلي سيمو د امريکا د متحدو ايالتونو د هوايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بايد سملاسي بند شي او د پاکستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى وشي.

دغه راز د پاکستان پارلمان په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستانيو ځواکونو پر امنيتي پوستې شوى بريد د دغه هېواد پر خپلواکۍ تېرى بللى او غوښتنه شوې ده، چې په دغه بريد کې بايد په لاس لرلو له تورنو کسانو سره قانوني چلند وشي او د امريکا متحد ايالات بايد له پاکستان څخه بښنه وغواړي.

دغه راز د پاکستان پارلمان ټينګار کړى چې په راتلونکي کې بايد د امريکا له متحدو ايالتونو او ناټو سره  هر ډول ژمنې په ليکلې بڼه وي او هېڅ لفظي ژمنې بايد ونه شي. که په تېرو وختونو کې دا ډول معاهدې شوې وي، ټولې دې باطلې وګڼل شي.

په سپارښتونو کې دغه راز غوښتل شوي، چې هېڅ يوه بهرني هېواد ته بايد په پاکستان کې د پوځي اډې د جوړولو اجازه ورنه کړل شي او نه هم بايد هېڅ بهرنى امنيتي او د بهرنيو جاسوسي ادارو کارکوونکي په پاکستان کې پرېښودل شي.

حکومت ته د پاکستان د پارلمان په سپارښتونو کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو يادونه هم شوې او ټينګار شوى، چې د سولې لپاره د هغو هڅو ملاتړ دې وشي، چې مشري يې د افغانانو په لاس کې وي.

د امريکا متحدو ايالتونو د پاکستان د پارلمان د سپارښتنو هرکلى کړى او ويلي يې دي، چې له پاکستان سره ټينګې اړيکې غواړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکتوريا نولاند په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې امريکا د پاکستان پارلمان د ملي امنيت د کمېټي د سپارښتونو درناوى کوي.

هغې ويلي، هېواد يې له پاکستان سره ټينګې، ستراتيژيکې او روښانه اړيکې غواړي.

د يادولو ده چې د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې وروسته له هغه خرابې شوې، کله چې د تېر زېږديز کال د نومبر مياشتې په ٢٤مه، په افغانستان کې د ناټو مېشتو ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستانيو ځواکونو پر پوستې بريد وکړ او په ترڅ کې ٢٤ پاکستاني پوځيان ووژل شول.

له دغې پيښې وروسته، پاکستان  پر خپله خاوره د ناټو ځواکونو اکمالاتي لاره وتړله او له امريکايي ځواکونو يې وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د شمسي په نوم له هوايي اډې څخه په لنډه موده کې ووځي.

په ټاکل شوې موده کې، امريکايي ځواکونه له دغې اډې څخه، چې ويل کېږي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هم ورڅخه تنظيمېدل، ووتل.

له دې پېښې وړاندې د  مې مياشتې په دوهمه، اسلام اباد ته څېرمه په ايبټ اباد کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو عملياتو هم، چې په ترڅ کې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، د داړو هېوادونو ترمنځ اړيکې کړکېچنې کړې وې؛ خو د همدې کال په نومبر مياشت کې شوې پېښې دغه اړيکې لاپسې خرابې کړې.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.