غزني ښار (پژواک ۲۶ ورى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني د مرکز اړوند سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پېلوټه څارګره الوتکه لوېدله ده.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه د وري په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه ناوخته د غزني ښار سوېل لور ته د غيب قلندر په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پېلوټه څارګره الوتکه راغورځېدلې ده.
د هغه په وينا، ياده الوتکه نن سهار مهال هغه وخت د ملي امنيت ځواکونو لاس ته ورغله، چې دوى په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو.
نوموړي زياته کړه: ((دغه بې پېلوټه څارګره الوتکه مو په غزني کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته وسپارله، خو د راغورځېدو لامل يې تر اوسه نه دى څرګند.))
په دې اړه تر اوسه ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې دوه مياشتې وړاندې هم د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پېلوټه څارګره الوتکه غورځېدلې وه.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن