کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په روانه اونۍ کې د نوري فايبر له لارې په ټيټه بيه انټرنټ پېري، چې په هېواد کې به د انټرنټ بيې هم ورسره راولوېږي.
دا څرګندونې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير انجنير اميرزي سنګين له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
د نوري فايبر د شبکې له لارې، چې کېبل يې تر ځمکې لاندې غځول کېږي، د ټيلېفون، انټرنټ، راډيو او ټلويزيون خدمتونه په چټک او لوړ کيفيت ترسره کېداى شي.
تر اوسه د هېواد ١٩ ولايتونه د نوري فايبر له شبکې سره، چې په ١٣٨٦ کال کې يې کار پيل شوى، نښلول شوي او افغانستان د دې شبکې له لارې له ازبکستان، پاکستان، ايران او تاجکستان سره هم نښلول شوى دى.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه چې د دې شبکې د غځولو کار دوه کاله مخکې بشپړ شي، خو په ځينو سيمو کې د نا امنيو له امله له ځنډ سره مخ شوى دى.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير وايي، چې افغانستان دغه مهال د نوري فايبر له لارې له ايران څخه ١٥٠ مېګابايټه انټرنټ، له ازبکستان څخه ٣٥٠ مېګابايټه او له پاکستان څخه ٦٠٠ مېګابايټه انټرنټ پېرلى دى.
د ده په وينا، له ايران څخه يو مېګابايټ انټرنټ په ٣٥٠ امريکايي ډالره، له ازبکستان څخه په ١٠٠٠ امريکايي ډالره او له پاکستان څخه په ١٦٠ امريکايي ډالره پېرل شوى، خو د دغو بيو د راټيټېدو په اړه هم له يادو هېوادونو سره خبرې روانې دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، ياد وزارت دغه مهال په هېواد کې د نوري فايبر له لارې يو مېګابايټ انټرنټ په ٧٥٠ امريکايي ډالره عرضه کوي.
سنګين وويل، دغه مهال د هغو هېوادونو له چارواکو سره، چې د نوري فايبر له لارې له افغانستان سره نښلول شوي، د نور انټرنټ د پېر په اړه خبرې روانې دي.
هغه زياته کړه: “موږ د اېس. ټي. اېم ١٦ (STM16) په نوم د يو سيسټم په اړه خبرې کوو، چې له لارې يې ٢٠٠٠ مېګابايټه انټرنټ لېږدول کېږي، له دې سره به زموږ په هېواد کې د انټرنټي خدمتونو په بيو کې هم ډېر کموالې راشي.”
د هغه په وينا، ځکه به په هېواد کې د انټرنټي خدمتونو په بيو کې کموالې راشي؛ چې د نوي پېرېدونکي يو مېګابايټه انټرنټ د پير بيه به له ١٦٠ امريکايي ډالرو څخه کمه وي.
سرچينې زياته کړه: “د دغه انټرنټ ډېره برخه به له پاکستان څخه وپېرل شي او موږ غواړو چې په راتلونکي کې د پاکستان له لارې د انټرنټ له نړيوالو کېبلونو سره ونښلول شو؛ ځکه چې د انټرنټ ډېر نړيوال کېبلونه د هغه هېواد له کراچۍ بندر څخه تېر شوي دي.”
د سنګين د څرګندونو له مخې، د نوي پيرېدونکي انټرنټ تر پېرلو وروسته به د روانۍ اونۍ تر پايه په هېواد کې د انټرنټي خدمتونو نوې بيې هم اعلان کړي.
هغه وويل، چې دغه نوې بيې به د درېيم نسل (3G) پر بيو هم، چې دغه مهال يواځې د اتصالاتو د خصوصي مخابراتي کمپنۍ له خوا وړاندې کېږي، اغېز وکړي.
ټري. جي (3G) د انالوګ او ډيجيټل سيسټمونو په پرتله پرمختللى سيسټم دى.
د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې، انټرنټي خدمتونه د دغه سيسټم پر مټ پر لوړ سرعت او کيفيت وړاندې کېداى شي.
اتصالاتو شاوخوا دوې اونۍ مخکې د مخابراتو له وزرات څخه د ټري. جي خدمت د وړاندې کولو جواز ترلاسه کړ، خو وزير وايي، په پام کې لري چې په افغانستان کې نورو خصوصي کمپنيو ته هم د دوو اونيو په اوږدو کې د ټري جي جوازونه ورکړل شي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن