کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩١): امنيتي ځواکونه وايي چې د چټک غبرګون ځواکونو تراوسه د کابل ښار د وزير اکبرخان په سيمه کې د نيم کاره ودانۍ تهکوي او لومړى پوړ له بريدکوونکو څخه تصفيه کړى دى؛ خو طالبان دعوه کوي چې د هغوى کسان جګړې ته دوام ورکوي.
د پژواک خبري اژانس خبريال د پېښې له سيمې څخه رپوټ ورکوي، چې يو شمېر وسلوال کسان نن له شاوخوا دوو بجو راپدې خوا، نيم کاره ودانۍ کې د المان او انګلستان سفارتونو ته نږدې ننوتي دي.
بريدکوونکو درې راکټونه د کابل ستار هوټل او څو راکټونه د انګلستان او المان د سفارتونو پر لور او د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د کور پر لور توغولي دي.
د لسمې امنيتي حوزې يوې سرچينې، د پېښې په ځاى کې پژواک ته وويل چې د چټک غبرګون ځواکونه توانېدلي، د هغې نيم کاره ودانۍ تهکوي او لومړى پوړ تصفيه کړي، چې بريدکوونکي په کې ځاى پرځاى شوي او د پورته پوړونو پر لوري د وړاندې تګ په حال کې دي.
هغه زياته کړه، بريدکوونکي د دې ودانۍ په پنځم پوړ کې ځاى پرځاى شوي او ټاکل شوې ده، چې دا ځاى هم ډېر ژر تصفيه شي.
سرچينې د دې پېښې د تلفاتو او زيانونو په اړه معلومات ورنه کړل.
خو وسلوال طالبان وايي چې لسګونو ځانمرګو بريدکوونکو، نن تر غرمې وروسته د کابل ولايت ځينې سيمې او د ننګرهار، پکتيا او لوګر ولايتونه تر بريد لاندې راوستي او کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دوى وياند ذبيح الله مجاهد وويل، د دوى کسان په سپکو او درنو وسلو او په ځانمرګو واسکټونو سمبال دي، په وزير اکبرخان کې يې د انګلستان، المان سفارتونه او د ايساف د ځواکونو قوماندانۍ او د دارالامان پر لاره د ملي شورا ودانۍ تر بريد لاندې راوستې او له دولتي ځواکونو سره د دوى نښته دوام لري.
هغه زياتوي، چې په ننګرهار کې د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې دفتر او د ننګرهار هوايي ډګر، په لوګر کې امنيه قومانداني او هم د ايساف د بيارغونې ډلې دفتر باندې ځانمرګي بريدونه ترسره شوي دي.
د طالبانو د وياند په خبره، د دوى وسلوالو د پکتيا په مرکز ګردېز کې د پوليسو د زون پر قوماندانۍ هم بريد کړى، چې په دې ټولو بريدونو کې يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن