ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د جان الله هاشمزاده له کورنۍ سره ٢٢٠٠ افغانۍ مرسته کړې

author avatar
16 Apr 2012 - 11:06
author avatar
16 Apr 2012 - 11:06

 کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩١): د پژواک خبري اژانس د وژل شوي خبريال جان الله هاشمزاده کورنۍ وايي،چې له څو مياشتو هلو ځلو او لګښتونو وروسته د افغانستان حکومت ورسره د دوه زره او دوو سوو (٢٢٠٠) افغانيو مرسته کړې ده.

جان الله هاشمزاده د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى و او د افغانانو په اړه يې د پاکستان له پېښور ښار او نورو سيمو راپورونه پژواک خبري اژانس ته ورکول.

هغه د ١٣٨٨ لمريز کال د وږي په٢مه په داسې حال کې، چې له خپل کور څخه، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې و، پېښور ته پر لاره و، چې د قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ اړوند د جمروډ د سور کمر په سيمه کې د ناپېژاندو وسلوالو لخوا ووژل شو.

د جان الله هاشمزاده ورور عزيزالله د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ورور څخه يې ورته درې نجونې او يوه کونډه پاتې شوې ده.

نوموړى وايي، چې ولسمشر حامدکرزي د جان الله هاشمزاده تر وژل کېدو وروسته خواشيني څرګنده کړه، خو د هغه له يتيمانو سره يې هېڅ مرسته ونه کړه.

د هغه په وينا، تېر کال د پېښور په افغان کونسلګرۍ يوې کارکوونکې ورته وويل، چې د ولسمشر له فرهنګي سلاکار زلمي هېوادمل سره دې اړيکه ونيسه، څو د افغانستان حکومت د هاشمزاده له کورنۍ سره مرسته وکړي.

عزيز الله وايي: ((زه کابل ته راغلم، له ډېرو هلو ځلو وروسته مې له هېوادمل صاحب سره ليدنه وشوه، هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مخدوم رهين ته ولېږلم، له دغه وزير سره مې هم وليدل، هغه زما مکتوب اداره امور ته ولېږه.))

نوموړي زياته کړه، چې د دغه کار لپاره له پېښور او ننګرهار څخه درې ځلې کابل ته راغلى او څو څو شپې يې تېرې کړې او شاوخوا شل زره افغانۍ يې لګېدلې دي.

ده وويل: ((له ډېرو منډو او لګښتونو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرې مياشتې ته معرفي کړم او سرې مياشتې ادارې له ما سره د ٢٢٠٠ افغانيو مرسته وکړه.))

عزيزالله د افغانستان پر حکومت نيوکه وکړه، چې ميلياردونه افغانۍ بې ځايه لګوي او ميلياردونه نورې په اداري فساد کې ورکېږي، خو د يوه وژل شوي خبريال، چې د خپل ولس غږ يې د خلکو تر غوږونو رساوه، له کورنۍ سره يې يواځې دوه زره افغانۍ مرسته کوي.

د سرې مياشتې وياند وليد احمد سروري پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له انفرادي خلکو سره همدومره مرسته کولى شي.

هغه زياته کړه: ((زموږ ډېرۍ مرستې د بېړنيو حالاتو او پېښو پر مهال له خلکو سره کېږي.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسنادو او ارتباط رييس الحاج غلام محمد ساوېز هم پژواک اژانس ته وويل، چې وزارت يې دومره پيسې نه لري، چې له خلکو سره مرستې وکړي.

نوموړى وايي، چې دوى د جان الله هاشمزاده مکتوب سرې مياشتې ته ولېږه، نور د هغوى کار دى، چې څومره مرسته کوي.

د چارو د ادارې د مشر صادق مدبر لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ٤- ٤- .١٣٩ په لېږل شوي ١٠٠ نمبر مکتوب کې راغلي: ((د اطلاعاتو او فرهنګ له محترم وزارت څخه د شهيد جان الله هاشمزاده له کورنۍ سره د مرستې مکتوب ترلاسه شوى، له تاسو څخه هيله کېږي، چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړئ.))

بلخوا د ژورنالېستانو ټولنو پر حکومت نيوکه کوي، چې د يوه وژل شوي خبريال له کورنۍ سره يې ډېره کمه مرسته کړې ده.

د ژورنالېستانو د اتحاديې مشر خپلواک ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې په مرسته شويو يادو پيسو د جان الله هاشمزاده د کورنۍ لپاره دوه بورۍ اوړه هم نه اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، لږ تر لږه دومره مرسته بايد ورسره شوې واى، چې د هغه کورنۍ او اولادونو ته پرې د کاروبار زمينه برابره شوې واى.

نوموړي زياته کړه، چې دولت په بې ځايه تشريفاتي مراسمو په ميليونونو افغانۍ لګوي او د يو وژل شوي خبريال کورنۍ ته په دومره سپک نظر ګوري.

ساپي وويل: ((د جان الله هاشمزاده په وياړ او درناوي بايد غونډې شوې واى، نمانځل شوى واى او له کورنۍ سره يې مناسبه مرسته شوې واى.))

په افغانستان کې د سفما ټولنې مشر احمدضيا بوميا بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د يوه شهيد ژورنالېست له کورنۍ سره ٢٢ سوه افغانۍ مرسته له تمسخره ډکه خبره ده.

د هغه په وينا،دغه ډول مرسته د يو ژورنالېست پر کاري سپېڅلتيا او حيثيت د رېشخند وهل دي او ډېره د افسوس خبره ده.

نوموړي زياته کړه: ((په دولت کې په ميليونونو ډالر چور شول او په يوه او بله پلمه يې مرسته شوې پيسې شخصي جېبونو ته واچولې او يو ژورنالېست چې په خپله سپېڅلې لاره کې ځان قربان کړي، له هغه سره د ٢٢ سوو افغانيو مرسته ډېره د شرم خبره ده.))

د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل وايي،چې حکومت نه يواځې دا چې دجان الله هاشمزاده د قاتلينو په معلومولو او دموندلو په برخه کې کوم اقدامات ونه کړ ، بلکې له کورنۍ سره يې هم د پام وړ مرسته نه ده کړې.

هغه وايي، چې حکومت هم ژورنالېستانو سره د مور او مېرې سلوک کوي، د ځينو پر نوم ځايونه نوموي،کورنۍ يې حج ته لېږي، ډېرې مرستې ورسره کوي او له ځينو سره بيا د دوو زرو افغانيو مرسته کوي.

دانش وويل: ((جان الله هاشمزاده د خپل مهاجر ولس د ستونزو او دردونو رابرسېره کولو په موخه په پاکستان کې خبريالي کوله، خو زموږ دولت د خپل دغه خبريال هېڅ پوښتنه ونه کړه.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.