کابل (پژواک ٢٩ ورى ٩١): د کندوز ولايت پوليس وايي، پنځوس کيلوګرامه هيرويين، چې تاجکستان ته لېږدول کېدل، ترلاسه او په تړاو يې درې تنه نيول شوي دي.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني نن (د وري ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اندازه هيرويين د دوو موټرو، سرف او کرولا په اشټپنيو کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د پوليسو د اطلاعاتو له مخې، تېر ماښام د کندوز په خروجي دروازه کې کشف او ترلاسه شول.
حسيني وايي، چې دغه هيرويين په ځانګړو پاکټونو کې په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى شوي وو.
دى زياتوي، درې تنه، چې د ننګرهار اصلي اوسېدونکي دي او هيرويين يې هم له هماغه ولايت نه راوړي وو او غوښتل يې د تخار له لارې تاجکستان ته ولېږدوي، نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال محمد ابراهيم ازهر تېره مياشت کندوز ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو، چې په کال کې ٧٥ ټُنه نشه يي توکي د کندوز په ګډون له شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د تاجکستان په ګډون د منځنۍ اسيا هېوادونو ته وړل کېږي.
د يادونې ده، چې د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې د تېر کال د راپور له مخې، افغانستان په نورو هېوادونو کې د کوکنارو په کروندو کې د طبيعي افتونو له امله افغانستان د نړۍ ٩٠ سلنه ترياک توليدول. په داسې حال کې چې له هغه نه په مخکني کال کې يې د نړۍ ٨٢ سلنه ترياک توليد کړي وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن