خوست ښار (پژواک ٢٩ ورى ٩١): په خوست ښار کې د بې پولې ډاکټرانو په زېږنتون کې د چاودنې له امله دوه ماشومان او دوه سړي ټپيان شول.
د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد يعقوب د وري پر ٢٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د چاودېدونکو توکو له امله ،چې په روغتون کې ځاى پر ځاى شوي و، رامنځته شوې ده .
دا چې ياده چاودنه په څه ډول رامنځته شوې ، د امنيت امر د پېښې په اړه ډېر معلومات نه درلودل او دا ځکه چې د زېږنتون چارواکي امنيتي ځواکونو ته اجازه نه ورکوي،چې دننه ورشي.
د خوست د ولايتي شورا غړي سيد کريم خاکسار پژواک اژانس ته وويل، چې ښايي دغه کار د شخصي روغتونونو خاوندانو کړى وي.
د هغه په وينا،په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو د زېږنتون په پيلېدو سره د شخصي زېږنتونونو کار په ټپه ولاړ دى او څوک نه ورځي.
نوموړي زياته کړه، چې ياد زېږنتون عصري، ښه او په وړيا ډول خدمتونه وړاندې کوي، چې له همدې امله خلک خصوصى روغتونونو ته زړه نه ښه کوي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن