نوموړي دغه څرګندونې نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډې ته په خپله پرانېستونکې وينا کې وکړې.
هغه زياته کړه، چې د شيکاګو په غونډه کې د افغانستان د اقتصادي، سياسي او امنيتي پرمختګونو په اړه بحثونه کېږي.
نوموړي وويل، چې که څه هم يادې غونډې ته يوه مياشت پاتې ده، خو دوى ورته بشپړه تياري نېولى او د بروکسل په غونډه کې به يې په اړه تصميمونه ونېول شي.
د راسموسن په خبره، دوى به له ٢٠١٤ زېږديز کال ورسته هم له افغانستان سره خپلو همکاريو او مرستو ته ادامه ورکوي.
هغه وايي: ((موږ غواړو چې افغانستان سره مالي همکاريو ته هم ادامه ورکړو، ځکه چې د نړېوالې ټولنې يو له مهمو هڅو څخه دا ده ، چې دغه هېواد په خپلو پښو ودرېږي.))
نوموړي زياته کړه، چې د شيکاګو په راتلونکې سرمشريزه غونډه کې به له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د حضور او د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل په اړه مهمې پرېکړې وشي .
د ناټو سرمنشي وويل، چې د تېرو څوکلونو د سختو حالاتو پر مهال ، چې د مالي او ځاني تلفاتو له امله يې کومې موخې ترلاسه کړي، د هغو ساتل بايد يقيني کړاى شي.
ده زياته کړه: ((له سياسي او اقتصادي لحاظه د افغان امنيتي ځواکونو تمويل، تجهيز او ملاتړ زموږ لپاره يوه مهمه چاره ده.))
هغه د کابل ښار وروستي بريدونه په کلکه وغندل او هغو افغان کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل، چې په دې بريدونو کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.
د ناټو سرمنشي د افغان ځواکونو ځواکمنتيا، پياوړتيا او زړورتوب وستايه، چې دا بريدونه يې په شا وتمبول.
په دغو بريدونو کې ، چې په کابل، جلال اباد، لوګر او پکتيا ولايتونو کې په يو وخت ترسره شول ١٥ افغانان او ٣٧ بريدکوونکي ووژل شول.
راسموسن وويل، چې افغان ځواکونه پياوړي شوي او کولاى شي، د خپل هېواد او هېوادوالو ښه ساتنه وکړي.
خو هغه زياته کړه، چې ناټو سازمان به له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي او مرستو ته به ادامه ورکوي.
د ناټو عمومي منشي وويل: ((زما پيغام د افغانستان دښمنانو او ګاونډيانو ته دا دى، چې هېڅکله څوک موږ په زوره نه شي وېستلى، زموږ سرتېري کمېږي، خو افغان ځواکونه پياوړي شوي او د هر ډول ګواښونو مقابله کولاى شي.))
نوموړى وايي، چې دوى له افغانستان سره اوږد مهاله همکاريو ته ژمن دي، ځکه چې باثباته افغانستان د سيمې او نړۍ په ګټه دى او دا د هر چا مسووليت دى، چې په دې برخه کې خپل رول ادا کړي.
د ناټو د سرمنشي له پرانېستونکې وينا وروسته د غونډې ګډونوالو د بندو دروازو تر شا خبرې پيل کړې او تر غرمې وروسته به يې د ناټو سرمنشي رسنيو ته په اړه معلومات ورکړي.
Visits: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن