ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د طالبانو مړو ته د سپکاوي له امله بښنه وغوښته

امريکا د طالبانو مړو ته د سپکاوي له امله بښنه وغوښته

author avatar
19 Apr 2012 - 03:15
امريکا د طالبانو مړو ته د سپکاوي له امله بښنه وغوښته
author avatar
19 Apr 2012 - 03:15

بروکسل (پژواک ٣١ ورى ٩١): امريکا د خپلوسرتېرو له خوا په افغانستان کې د وژل شوو طالبانو مړو ته د سپکاوي پر پېښې بښنه غوښتې، بلخوا ولسمشر بارک اوباما د دې پېښې د غندنې ترڅنګ د جدي پلټنو امر کړى دى.

امريکايۍ ورځپاڼۍ لاس انجلس ټايمز پرون د امريکايي سرتېرو داسې انځورونه خپاره کړي، چې د وژل شوو طالبانو مړو ته سپکاوى کوي او بيا ورسره انځورونه اخلي.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا، چې په بروکسل کې يې د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو د وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې په پاى کې د بهرنيو چارو له وزيرې هيلري کلنټن سره يو ځاى خبري غونډې ته وينا کوله، ياده پېښه په کلکه وغندله.

پنيټا زياته کړه: ((زموږ سرتېرو خشونت کړى، له قانون څخه يې سرغړونه کړې ده، دغه کار زموږ له ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، څېړنه يې پيل شوې او مجرمين به يې د قانون منګولو ته وسپارو.))

نوموړي پر دې پېښې د خپل حکومت او د دفاع وزارت له لوري له افغان ولس او د افغانستان له حکومت څخه رسمي بښنه وغوښته.

هغه وويل: ((ځيني وختونه ځوانان دا ډول احمقانه کارونه ترسره کوي، چې د بښنې نه دي، دا ډول پېښې نه يواځې له افغان حکومت او افغانانو سره د امريکا اړيکې خرابوي، بلکې زموږ د سرتېرو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي.))

د امريکا د دفاع وزير وويل، چې دوى له يادې ورځپاڼې غوښتي وو، چې د دغو انځورونوله خپرولو ډډه وکړي، چې له دې سره په افغانستان کې مېشتو امريکايي او د نورو هېوادونو سرتېرو ته زيان رسېدلى شي.

بلخوا د امريکا د دفاع وزارت وياند جي کرني په بروکسل کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې نن ولسمشر بارک اوباما ته د يادې پېښې په اړه معلومات ورکړل شول. 

هغه زياته کړه، چې ولسمشر د دفاع د وزير ليون پنيټا له دې خبرې سره موافقه وکړه، چې په دې پېښه کې لاس لرونکو سرتېرو ته به سزا ورکول کېږي.

د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن هم په بروکسل کې د خبري غونډې پر مهال ياده پېښه په کلکه وغندله او ويې ويل، چې دا ډول پېښې د دوى له اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

دغه لومړى ځل نه دى چې امريکايي سرتېري د افغانانو مړو يا يې مقدساتو ته سپکاوى کوي، له دې مخکې هم د وژل شوو طالبانو له مړو سره د عکسونو اخيستو، د هغوى پر جسدونو د متيازو کولو او نورې ناوړې پېښې هم تکرار شوې دي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې په بګرام کې د امريکايي سرتېرو له خوا د قران کريم د نسخو د سوځولو پېښه رامنځته شوه، امريکايي چارواکو د اوس په څېر د پلټنو او مجرمينو ته د سزا ورکولو اعلانونه ورکړل، خو تر اوسه يې کوم عملي اقدام نه دى کړى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.