ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د بروکسل غونډه بریالۍ وبلله

author avatar
19 Apr 2012 - 19:23
author avatar
19 Apr 2012 - 19:23

بروکسل (پژواک ۳۱ وری ۹۱): د افغانستان د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د بروکسل غونډه بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه، چې نړیوالې ټولنې افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو ژمنه وکړه.

د افغانستان په ګډون د ناټو او ایساف د بهرنیو او دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه، چې پرون په بروکسل کې د ناټو سازمان په مرکزي دفتر کې پیل شوې وه، نن پای ته ورسېده.

د دې غونډې په وروستیو شېبو کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ او د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول، یوې ګډې خبري غونډې ته وینا وکړه.

ډاکټر زلمي رسول، دغه غونډه د افغانستان په برخه کې ډېره بریالۍ وبلله او دا یې د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه یاده کړه.

هغه زیاته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان په روانو امنیتي، اقتصادي او سیاسي حالاتو، افغان ځواکونو ته د امنیت د لېږد پروسې او له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه خبرې وشوې.

نوموړي وویل، چې نړیوالې ټولنې په دې ټولو برخو کې د کلکو همکاریو ژمنې وکړې او ډاډ یې ورکړ.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ وویل، چې د نړیوالې ټولنې د پرله پسې ژمنو، ستراتیژیکو همکاریو او د اوږدمهاله اړیکو په اړه د سندونو لاسلیکول افغانانو، د سیمې هېوادونو او مخالفینو ته یو پیغام دی چې نړۍ له افغانستان سره ده.

هغه زیاته کړه، چې افغان ځواکونه اوس پیاوړي شوي دي او کولی شي چې نه یواځې د ټول هېواد امنیت وساتي، بلکې په خپله هر ډول عملیات هم ترسره کړي.

د کابل د وروستیو بریدونو په اړه جنرال وردګ وویل، چې افغان ځواکونو په ډېرې مېړانې سره د وسلوالو مخالفینو دسیسه شنډه او د ډېرې مرګ ژوبلې مخه یې ونیوله. 

نوموړي وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په تېر یوه کابل کې یواځې په کابل کې سلګونه وسلوال مخالفین وژلي یا يې نیولي او د وسلو او مهماتو زېرمې یې هم په کابل کې کشف او له منځه وړې دي.

د ملي دفاع وزیر د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان او ناټو ترمنځ د لېږد د پروسې په مهال وېش کې اختلاف شته؟ وویل: ((ستونزه نشته، وروستی پړاو په ۲۰۱۳ کال کې پیل او په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسېږي او افغان ځواکونه دې پروسې ته بشپړ تیار دي.))

هغه د افغان امنیتي ځواکونو د شمېرې د کمېدو په اړه وویل، د هغو سرتېرو چې درې کلن قرارداد بشپړېږي، د هغه قرارداد نه نوی کېږي؛ خو بیا هم چې کوم سرتېري دنده له لاسه ورکوي، هغوی لپاره د حرفوي زده کړو زمینې برابرېږي، څو دوی وکولی شي یو مناسب کار پیل کړي.

د کابل په وروستیو  بریدونو کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه هغه وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې دوی بار بار پاکستان ته ویلي، چې دواړه ګډ دښمن، ګډې ستونزې او له یوه ډول ننګونو سره مخ دي او باید یې پر ضد په ګډه او جدي مبارزه وشي.

 هغه زیاته کړه: ((د دواړو هېوادونو ګټې او تاوانونه شریک دي، د دواړو هېوادونو ثبات او امنیت د دواړو په ګټه دى.))

خو جنرال وردګ په دې اړه څرګند دریځ خپل نه کړ، چې ګوندې د کابل په وروستیو بریدونو کې د چا لاس و؟

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې اروپا او امریکا له اقتصادي بحران سره مخ دي، نو دوی څنګه کولی شي د اوږدمهاله مودې لپاره افغان ځواکونه تمویل کړي؟ وویل: ((ځینې بهرني هېوادونه په افغانستان کې په خپل یوه سرتېري د ۷۰ افغان سرتېرو د لګښت هومره لګښت کوي، دوی چې کله وځي، نو ډېره اقتصادي ګټه ترلاسه کوي.))

هغه زیاته کړه چې افغان ځواکونه تر هر چا ډېر پیاوړي او تکړه دي، که دوی ښه مجهز او تمویل شي، نو بیا بهرنیانو ته اړتیا نه لیدل کېږي چې د افغانانو امنیت وساتي.

نوموړي وویل چې تېرو درېیو لسیزو جګړو افغانان ستړي کړي وو؛ ځکه یې د امنیت ساتلو په موخه بهرنیان دلته راغلي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.