ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو : هغو افغان ځواکونو ته چې خپلې دندې له لاسه ورکوي د کار زمینه برابریږي

ناټو : هغو افغان ځواکونو ته چې خپلې دندې له لاسه ورکوي د کار زمینه برابریږي

author avatar
19 Apr 2012 - 13:22
ناټو : هغو افغان ځواکونو ته چې خپلې دندې له لاسه ورکوي د کار زمینه برابریږي
author avatar
19 Apr 2012 - 13:22

بروکسل ( پژواک ۳۱ وری ۹۱ ) : د افغانستان لپاره د ناټو ځانګړي استازي سایمن ګاس وایي، چې د هغو افغان ځواکونو لپاره به د کار زمینه برابره شي، چې د ملي ځواکونو دشمیرې د کمولو پر مهال خپله دنده له لاسه ورکوي.

ځانګړي استازي دغه څرګندونې نن د (وري په ۳۱مه) د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو او ایساف د وزیرانو غونډې پرمهال پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وکړې.

هغه زیاته کړه، چې د روان زیږدیز کال تر پایه پورې به د افغان ملي ځواکونو شمیره ۳۵۲ زرو تنو ته ورسیږي، خو دغه شمیر به په یو دم او ژر نه کمیږي.

د سایمن ګاس په وینا، له ۲۰۱۵ څخه وروسته به امنیتي  حالاتو ته په کتو سره د افغان ملي ځواکونو د شمیرې د کمیدو لړۍ پیلیږي او دا لړۍ به د ۲۰۱۷  زیږدیز کال تر پایه پورې بشپړه شی.

نوموړي وویل ، چې تر اوسه په دې اړه سمه پرېکړه نه ده شوې، د ناټو د وزیرانو په غونډه کې په دې اړه بحث شوی او راتلونکې میاشت د شیکاګو په غونډه کې به یې په اړه پرېکړې وشي.

دهغه په وینا، د شیکاګو د پرېکړې په رڼا کې به دافغان ملي ځواکونو د شمیرې د کمولو په اړه یو میکانیزم جوړشي.

خو د ناټو ملکي استازي وویل ، هغه سرتیري چې خپلې دندې له لاسه ورکوی، هغوی ته د کار پیدا کولو په موخه له اوس څخه پلان جوړ شوی دی.

نوموړي د ایساف د ماموریت پای ته رسیدو او د نوي ماموریت د پیلیدو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، چې د نوي ماموریت کار به افغان ځواکونو ته مشورې او روزنه ورکول وي.

خو هغه زیاته کړه، چې د نوي ماموریت چارې تر اوسه نه دي معلومې ، کار پرې روان دی او جزييات به یې وروسته په ډاګه شي.

له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ملي ځواکونو د تمویل په اړه سایمن ګاس وویل، چې نړیواله ټولنه غواړي څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره ورکړي، چې دغه پيسی یواځې ۲۳۰ زره سرتیرو ته بسنه کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې ، له یادو پيسو  څخه یې   درې عشاريه دوه ميلیارده ډالره امریکا اوهغه هیوادونه یې ورکوي ، چې د ایساف او ناټو غړیتوب نه لري، خو ډیری یې امریکا ورکوي.

نوموړی زیاتوي، چې يو عشاريه درې میلیارده ډالره ناټو او ایساف هیوادونه او ۵۰۰ میلیونه ډالره دافغانستان حکومت یې ورکوي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، چې له هندوستان او پاکستان څخه هم په دې برخه کې د مرستو غوښتنه شوې، خو له ایران څخه د مرستې د غوښتو په اړه یې بې خبري وښوده.

افغان ملي ځواکونو د امنیت د چارو  دلیږد د پروسې د درېیم پړاو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې دناټو ملکي استازي وویل، چې کیدای شي د شیکاګو له غونډې مخکې پیل شي، خو زیاته یې کړه ، چې رسمي اعلان به یې ولسمشر حامد کرزی وکړي.

ټاکل شوې ده ،  چې د ناټوسازمان دغړیو هیوادونو او افغانستان د ولسمشرانو غونډه د غبرګولي په لومړۍ نیټه دامریکا په شیکاګو کې پیل شي.

سایمن ګاس وویل ، چې د درېیم پړاو د سیمو د مشخص کولو په موخه ددې پروسې اړونده کمیسیون کار کوي.

د یادونې ده ، چې ددې کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني په دې اړه یو شمیر ولایتونو ته سفرونه هم کړي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.