خوست ښار (پژواک ٣١ ورى ٩١): خوست ته د اوبو او انرژۍ وزارت لېږلي پلاوي د دغه ولايت د پنځو لويو بندونو لومړنۍ سروې پيل کړه.
ياد بندونه د خوست د مرکز اړوند مزغور په ګډون، په دوه منده، تڼيو، باک او عليشېرو ولسواليو کې موقعيت لري، چې د چارواکو په وينا، په جوړېدو به يې زرګونه جريبه للمي ځمکې خړوبې شي.
د دغې سروې د ترسره کولو په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا شپږ کسيز مسلکي پلاوى راغلى، چې پر افغاني انجنيرانو سربېره بهرني مسلکي انجينران هم په کې دي.
د راغلي پلاوي مشر انجنير وليد هويدا پژواک خبری اژانس ته وويل، چې غواړي په خوست کې د پنځو لويو بندونو لپاره مقدماتي سروې ترسره کړي.
د هغه په وينا، په تېرو دوو ورځو کې يې د خوست د يو شمېر هغو سيمو لېدنه وکړه، چې په کې د اوبو د لويو بندونو د جوړېدو امکانات شته.
نوموړي زياته کړه، هغه سيمې چې دوی ولېدلې، پوره اوبه لري او د دې امکان شته چې هلته بندونه جوړ او پر برېښنا سربېره زرګونه جريبه للمي ځمکه هم خړوبه کړي.
د هويدا په خبره، د بندونو جوړول اسان کار نه دی، چې نقشه يې جوړه کړي او ژر بودجه ورته منظوره شي.
د نوموړي په وينا، د يادو بندونو بشپړه سروې دوه کاله وخت نيسي، يو کال وخت به يې ډېزاين ونيسي او له هغې وروسته به ورباندې د جوړېدو کار پيليږي.
ده وويل: ((کله چې د بندونو سروې او ډېزاين خلاص شول، نو د اوبو او انرژۍ وزارت يې بيا د جوړېدو لپاره بودجه او نور لازم امکانات لري.))
د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ يوه قومي مشر ميرعباس خان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ښه مې ياد دي چې د يادو پنځو بندونو سروې د ظاهر شاه په وخت کې ترسره شوې وه، ټول کارونه يې خلاص شوي وو د جوړېدو امر يې هم ورکړل شوی و، خو تر اوسه يې د جوړېدو کوم څرک نه لېدل کېږی.))
ده زياته کړه، دا يو ښه ګام دی، چې د سروې لپاره يې له وزارت څخه پلاوى راغلى؛ خو ګومان نه کوي چې دغه ځل به هم عملي کار پرې وشي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي هم راغلي پلاوي ته ژمنه ورکړه، چې هر ډول د اړتيا وړ امکانات به دوى ته برابروي.
نوموړي له پلاوي وغوښتل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت بايد په خوست کې په صادقانه ډول خپل کارونه پر مخ بوځي.
د هغه په وينا، د خوست خلک هم بايد له صبر څخه کار واخلي؛ ځکه چې د دا ډول لويو او بسنټيزو پروژو جوړول وخت غواړي او ډېرې بودجې ته اړتيا لري.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې په خوست کې د اوبو لګولو چارو د رياست چارواکو شکايت کاوه، چې د اوبو او برېښنا وزارت په تېرو لسو کلونو کې هېڅ بودجه نه ده ورکړې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن