ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د پنځو لويو بندونو لومړنۍ سروې پيل شوه

په خوست کې د پنځو لويو بندونو لومړنۍ سروې پيل شوه

author avatar
19 Apr 2012 - 13:16
په خوست کې د پنځو لويو بندونو لومړنۍ سروې پيل شوه
author avatar
19 Apr 2012 - 13:16

خوست ښار (پژواک ٣١ ورى ٩١): خوست ته د اوبو او انرژۍ وزارت لېږلي پلاوي د دغه ولايت د پنځو لويو بندونو لومړنۍ سروې پيل کړه.

ياد بندونه د خوست د مرکز اړوند مزغور په ګډون، په دوه منده، تڼيو، باک او عليشېرو ولسواليو کې موقعيت لري، چې د چارواکو په وينا، په جوړېدو به يې زرګونه جريبه للمي ځمکې خړوبې شي.

د دغې سروې د ترسره کولو په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا شپږ کسيز  مسلکي پلاوى راغلى، چې پر افغاني انجنيرانو سربېره بهرني مسلکي انجينران هم په کې دي.

د راغلي پلاوي مشر انجنير وليد هويدا پژواک خبری اژانس ته وويل، چې غواړي په خوست کې د پنځو لويو بندونو لپاره مقدماتي سروې ترسره کړي.

د هغه په وينا، په تېرو دوو ورځو کې يې د خوست د يو شمېر هغو سيمو لېدنه وکړه، چې په کې د اوبو د لويو بندونو د جوړېدو امکانات شته.

نوموړي زياته کړه، هغه سيمې چې دوی ولېدلې، پوره اوبه لري او د دې امکان شته چې هلته بندونه جوړ او پر برېښنا سربېره زرګونه جريبه للمي ځمکه هم خړوبه کړي.

د هويدا په خبره، د بندونو جوړول اسان کار نه دی، چې نقشه يې جوړه کړي او ژر بودجه ورته منظوره شي.

د نوموړي په وينا، د يادو بندونو بشپړه سروې دوه کاله وخت نيسي، يو کال وخت به يې ډېزاين ونيسي او له هغې وروسته به ورباندې د جوړېدو کار پيليږي.

ده وويل: ((کله چې د بندونو سروې او ډېزاين خلاص شول، نو د اوبو او انرژۍ وزارت يې بيا د جوړېدو لپاره بودجه او نور لازم امکانات لري.))

د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ يوه قومي مشر ميرعباس خان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ښه مې ياد دي چې  د يادو پنځو بندونو سروې د ظاهر شاه په وخت کې ترسره شوې وه، ټول کارونه يې خلاص شوي وو د جوړېدو امر يې هم ورکړل شوی و، خو تر اوسه يې د جوړېدو کوم څرک نه لېدل کېږی.))

ده زياته کړه، دا يو ښه ګام دی، چې د سروې لپاره يې له وزارت څخه پلاوى راغلى؛ خو ګومان نه کوي چې دغه ځل به هم عملي کار پرې وشي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي هم راغلي پلاوي ته ژمنه ورکړه، چې هر ډول د اړتيا وړ امکانات به دوى ته برابروي.

نوموړي له پلاوي وغوښتل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت بايد په خوست کې په صادقانه ډول خپل کارونه پر مخ بوځي.

د هغه په وينا، د خوست خلک هم بايد له صبر څخه کار واخلي؛ ځکه چې د دا ډول لويو او بسنټيزو پروژو جوړول وخت غواړي او ډېرې بودجې ته اړتيا لري.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې په خوست کې د اوبو لګولو چارو د رياست چارواکو شکايت کاوه، چې د اوبو او برېښنا وزارت په تېرو لسو کلونو کې هېڅ بودجه نه ده ورکړې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.