ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مجاهدينو د بريا ورځ به په شانداره مراسمو سره ونمانځل شي

د مجاهدينو د بريا ورځ به په شانداره مراسمو سره ونمانځل شي

author avatar
21 Apr 2012 - 14:24
د مجاهدينو د بريا ورځ به په شانداره مراسمو سره ونمانځل شي
author avatar
21 Apr 2012 - 14:24

کابل (پژواک ٢ غويى ٩١): د ملي دفاع وزارت وايي، چې دکابل ښار وروستي بريدونه به د ثور له اتمې (د مجاهدينو د بري ورځ) څخه پر نمانځنې هېڅ ډول اغېز ونه کړي او له دې ورځې به په شانداره مراسمو سره نمانځنه وشي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال دولت وزيري نن (د غويي په دويمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مجاهدينو د بري د شلمې کاليزې د جشن په موخه پراخ تدبېرونه نيول شوي، د امنيتي پروګرام په اړه کار روان دى او هڅه کېږي چې دغه مراسم په ښه بڼه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو مخالفينو د وري په ٢٧مه د کابل ښار په درېيو سيمو (شېرپور، د پلچرخي پکتيا کوټ او د ملي شورا د ودانې د مخې) او همدرانګه د لوګر، ننګرهار او پکتيا په ولايتونو کې هم مهاله وسلوال او ځانمرګي بريدونه ترسره کړل، چې تر١٨ ساعتونو مقاومت وروسته، د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول شول.

په دغو پېښو کې په ټوليزه بڼه ١١ امنيتي ځواکونه، څلور ملکي وګړي او ٣٦ بريد کوونکي ووژل شول او ٤١ تنه له امنيتي ځواکونو څخه او ٢٥ ملکي وګړي ټپيان شول.

 خو د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند وايي: ((دغه ډول پېښې د غويي د اتمې د مجاهدينو د بريا د کاليزې پر نمانځنې هېڅ اغېز نه لري او غواړو چې له دې ورځې نه په شانداره توګه نمانځنه وکړو.

 هغه زياته کړه، چې د امنيتي تدبېرونو، د ښار د ښايسته کولو لپاره او همدارنګه امنيتي چمتووالى نيول شوى دى، د اردو، پوليسو او ملي امنيت ځواکونه د تيارسۍ په حال کې دي او زيان منونکې سيمې تر جدي څارنې لاندې دي.

 د يادولو ده، چې څلور کاله وړاندې د کابل ښار د عيد ګاه جومات په بريد کې، د غويي د اتمې مراسم ګډوډ شول او ولسمشر کرزى او ګډونوال د جشن سيمه پرېښوده چې له هغه وخته بيا تر اوسه دغه مراسم په سمه بڼه نه ترسره کېدل.     

په دې پېښه کې نږدې ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې د وژل شوو په ډله کې په ولسي جرګه کې د پکتيا استازى فضل الرحمن څمکنى هم شامل و.

د دفاع وزارت که څه هم د بريد کوونکو شمېر په ډاګه نه کړه، خو ويلي يې وو چې ټول بريد کوونکې وژل شوي يا ټپيان دي او د دولت وسلوالو مخالفينو د دغه بريد مسؤوليت پر غاړه اخيستى وو.

 خو د ملي دفاع وزارت وياند وايي، چې سږ کال به د جشن مراسم له پوځي بريډ سره ترسره کېږي.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون د امنيتي چارو مرستيال مل پاسوال محمد داوود اميني، هم د غويي د اتمې د نمانځنې په موخه د ځانګړو مراسمو د ترسره کولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې د کابل ښار په سړکونو او څلور لارو کې د تلاشۍ ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي او امنيتي او ترافيک پوليس شکمن موټر ودروي او هغوى څاري.

هغه پژواک ته وويل، چې د موټرو تلاشي او څارنه پخوا هم وه، خو په دې ورستيو کې د تلاشۍ سيار مرکزونه (چک پاينټونه) هم د ښار په بېلابېلو سيمو کې جوړ شوي او تر اوسه له پلېټ او قانوني اسنادو پرته لسګونه موټر ضبط شوي او شکمن کسان نيول شوي دي.

مل پاسوال اميني زياته کړه : (( موږ افغان امنيتي ځواکونه به، د غوايي د اتمې د جشن د جوړولو لپاره له هېڅ ډول هڅو او کوښښ څخه درېغ ونه کړو))

په داسې حال کې چې د کابل ښار امنيتي مسؤوليت له ايساف څخه افغان ځواکونو ته سپارل شوى، د کابل د ١٠١ اسمايي زون مرستيال وايې چې که څه هم ګواښونه شته، خو افغان امنيتي ځواکونو د دې توان پيدا کړى چې امنيت ټينګ کړي.                  

مجاهدين د ١٣٧١ د غويي په اتمه، د پخواني شوروي اتحاد پلوي وروستي واکمن ډاکتر نجيب الله تر سقوط وروسته کابل ته ننوتل او د چارو واګي يې په لاس کې واخيستې.

که څه هم خلکو، چې له اوږدو کلونو راهيسې يې د شوروي د سرو لښکرو او د هغوى د پلويانو له خوا بېلابېل غمونه لېدلي او تېر کړي وو، د مجاهدينو حکومت ته ډېره هېله درلوده، خو دغه هېلې ترسره نه شوې.

د مجاهدينو د واکمنۍ په لومړي پړاو کې جهادي تنظيمونه يو له بل سره په جګړه کې ښکېل شول او دغو جګړو تر ١٣٥٧ پورې دوام درلود، زرګونه کابل ښاريان ووژل شول او د هېواد اقتصاد ته نه جبرانېدونکې ضربه ورسېده.

خو مجاهدينو دغه جګړې د ځينو هېوادونو د پلانونو او لاسوهنو له امله ګڼلې.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.