ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د روان کال تر پايه د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه کړې

پاکستان د روان کال تر پايه د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه کړې

author avatar
21 Apr 2012 - 11:17
پاکستان د روان کال تر پايه د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه کړې
author avatar
21 Apr 2012 - 11:17

اسلام اباد (پژواک ٢ غويى ٩١): د پاکستان د سرحدونو چارو وزير وايي، چې د روان زېږديز کال تر پايه بايد په پاکستان کې مېشت افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

دا څرګندونې پرون (د غويي لومړۍ نېټه) د پاکستان د سرحدونو چارو وزير انجنير شوکت الله خان په پېښور کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړيوالې ادارې (UNHCR) له خوا له جوړې شوې غونډې وروسته پژواک اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړې.

د هغه په وينا، د افغان کډوالو د بېرته تګ موضوع د پاکستان د حکومت د کابېنې پرېکړه ده، چې بايد د روان کال تر ډسيمبر مياشتې پورې ټول کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکې مياشتې کې په جينيوا کې  د پاکستان، افغانستان او ايران تر منځ په کېدونکې غونډه کې به هم پر دې موضوع خبرې وشي.

شوکت الله د پاکستانۍ ورځپاڼو هغه خبرونه رد کړل، چې ګواکې افغان کډوال به په زور له پاکستان څخه وشړل شي او پر همدې موضوع يې له (UNHCR) سره غونډه درلوده.

ده وويل: ((هېڅوک له يو هېواد څخه په زور نه شړل کېږي او افغان کډوال له تېرو ٣٢ کلونو راهيسې په پاکستان کې اوسېږي، نو موږ غواړو چې ښه په عزت سره بېرته ستانه شي.))

انجنير شوکت الله شاوخوا درې مياشتې مخکې هم ورته څرګندونې کړې وې.

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني څو مياشتې وړاندې ويلي وو، چې نړيوالې ټولنې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال هېر کړي؛ نو ځکه بايد دغه کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

خو په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان کډوال وايي، چې ځايي چارواکي د کډوالو د بېرته ستنولو څرګندونې د دې لپاره کوي، چې د نړيوالو پاملرنه دغه لوري ته واړوي.

د پنجاب په پېنډۍ ښار کې مېشت يو افغان کډوال امام الدين وايي، چې پاکستان غواړي په دغه کار سره د کډوالو د ايستو په پلمه له نړيوالو پيسې ترلاسه کړي.

هغه پژواک ته وويل: ((هر کال دوه درې ځلې پاکستان دا ډول څرګندونې کوي، زموږ په نوم چې کومې پيسې راځي، ٨٠ سلنه يې د دولت جېب ته ځي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.