ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې د عالي شورا پلاوي  له امريکايي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې

د سولې د عالي شورا پلاوي له امريکايي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې

author avatar
22 Apr 2012 - 14:22
د سولې د عالي شورا پلاوي  له امريکايي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې
author avatar
22 Apr 2012 - 14:22

کابل (پژواک ٣ غويى ٩١): د سولې د عالي شورا پلاوي له جګپوړو امريکايي چارواکو او د کانګرېس له غړو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له خوا د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوى تېره اونۍ د شورا د منشي معصوم ستانکزي په مشرۍ واشنګټن ته ورغلى دى.

سرچينې زياته کړې، چې په پلاوي کې د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيکو سلاکار محمد اسماعيل قاسميار او د شورا غړي مېرمن صديقي بلخي، حوا علم نورستانۍ او قسيم لودين شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوي د کانګرېس د دواړو مجلسونو له مهمو غړو، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي مارک ګروسمان، د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو. اېس. اى اې. ډي) او د بهرنيو چارو له يو شمېر نورو مهمو چارواکو سره وليدل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پلاوي مشر معصوم ستانکزي امريکايي چارواکو ته د سولې د عالي شورا د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات و رکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې د عالي شورا پلاوي له امريکايي چارواکو سره د امنيت د چارو د لېږد او له امريکا سره د ستراتيژيک سند په اړه هم خبرې وکړې.

دغه راز افغان پلاوي د امريکا د سولې انسټيټيوټ له خوا په جوړ شوي ګردي مېز کې هم ګډون وکړ او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

د سولې د عالي شورا منشي او د پلاوي مشر معصوم ستانکزي وويل، چې تر ټولو مهمه دا ده، چې د سولې رهبري د افغانانو په لاس کې وي او نړيواله ټولنه يې يواځې ملاتړ وکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي،چې د افغانستان سفارت له سيمه ييزو رسنيو سره د پلاوي يوه ناسته برابره کړه او د سولې د روان بهير په اړه يې ورته معلومات ورکړل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.