ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

د اوو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
23 Apr 2012 - 14:24
د اوو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
23 Apr 2012 - 14:24

غزني ښار (پژواک ۴ غويى ۹۱): د غزني په قره باغ او ده يک ولسواليو کې اوه وسلوال طالبان وژل شوي، درې ټپي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفادار د غويي په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې دوى په سيمه کې عمليات کول او د يادو وسلوالو طالبانو تر بريد لاندې راغلل.

د ده په خبره، له لږ ځنډ نښتې وروسته څلور وسلوال طالبان ووژل شول، درې ټپيان شوي ، خو په پېښه کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

دغه راز جنرال داوودشاه زياته کړه، چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې هم درې وسلوال طالبان وژل شوي او دوه ژوندي نيول شوي دي.

د هغه په وينا، دغه وسلوال هغه مهال ووژل شول او دوه يې ونيول شول، چې د عملياتو پر مهال يې د تېښتې هڅه کوله.

د ده په خبره، ياد وسلوال طالبان د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.

نوموړى وايي، چې په سيمه کې اوس هم عمليات روان دي او تر اوسه افغان او بهرنيو ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

وسلوالوطالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.