ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان او هلمند کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په لغمان او هلمند کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
24 Apr 2012 - 17:35
په لغمان او هلمند کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
author avatar
24 Apr 2012 - 17:35

جلال اباد، لښکرګاه (پژواک ٥ غويى ٩١): په لغمان کې د يوه کانال پروژه او په هلمند کې د کلتوري مرکز ودانۍ بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان ولايت د اوبو لګولو رييس سيد عبدالرحيم سادات د غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په الينګار ولسوالۍ کې جوړ شوى کانال اووه کيلومتره اوږدوالی او ۴ متره سور لري.

هغه زياته کړه، پر دې پروژې ٢٦٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) د ايډيانيو پروژې له خوا ورکړل شوى او چارې يې په نهو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

نوموړي وويل، له دې کانال څخه درې زره ځمکه خړوبېږي، چې له امله به يې د سيمې د کروندګرو حاصلات زيات او اقتصاد به يې پياوړى شي.

د الينګار يوه بزګر سيد جعفر پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه کانال په جوړېدو د يادې ولسوالۍ د نري کلا، لاجيګړ، ټيک لام، سباخېل، شيمنان او حاجي قلعه کلي ځمکې خړوبېږي.

د هغه په وينا، تر دې وړاندې يې په ولسوالۍ کې اوبه نه وې او د دغه کانال په جوړېدو يې د اوبو ستونزه هواره شوه.

د يوه بل خبر له مخې، د هلمند په مركز لښكرګاه كې د فرهنګي او كلتوري مركز ودانۍ ترميم او نن ګټې اخيستې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې د پرانيستلو پرمهال د هلمند والي محمدګلاب منګل پژواك اژانس ته وويل، چې دا د سينما پخوانۍ ودانۍ وه چې د تېرو جګړو پرمهال زيامنه شوې وه او بېرته د كلتوري فعاليتونو لپاره ترميم او د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په مناسبت ګټې اخيستني ته وسپارل شوه.

 د هلمند والي وويل، د دې ودانۍ په رغولو دوه سوه زره امريكايي ډالره لګښت راغلى، چې د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا وركړل شوى دى.

  د نوموړي په وينا، په دې ودانۍ كې يو لوى هال شتون لري، چې د ملي او فرهنګي ورځو په اړه به غونډې، مشاعرې او پروګرامونه په كې جوړېږي.

 والي په دې مراسمو كې له خبريالانو سره ژمنه وكړه، چې د پروسې په افغاني كولو او واكونو د سپارلو پرمهال به د خبريالانو لپاره هم د ودانۍ د جوړېدو هڅې وكړي.

 د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار د ٢٢ ولسواليو د پوهنې مديرانو او د څارنې د برخې کارکوونکو ته دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

 د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک ته وويل، چې په دې ورکشاپ کې به د پوهنې کچې د لوړوالي په اړه معلومات ورکړل شي.

 محمداصف له ګډونوالو وغوښتل، چی په ورکشاپ کی وړاندې شوي موضوعات په سمه بڼه په خپلو کاري سيمو کې پلي کړي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.