غزني ښار (پژواک ٦ غويى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١١ پاکستاني او عرب وسلوال وژل شوي او د حقاني شبکې دوو قوماندانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفادار د غويي په ٦مه د پورتني مطلب په څرګندولو سره پژواک اژانس ته وويل، چې ټپي قوماندان قاري نصرت نومېږي او د ايساف ځواکونو له ځان سره وړى دى.
نوموړي زياته کړه، چې په دغې پېښه له يادو وسلوالو يو موټرسايکل او يو شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د وفادار په خبره، دوى د يادو وسلوالو پر ضد په قرباغ ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي وو، چې اوس هم دوام لري.
د سيمې اوسېدونکي سيف الله هم د يادې پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې تېره شپه له دوى سره نږدې پر يو کور هوايي بريد وشو.
د ده په خبره، سهار مهال خبر شول چې په ياد کور کې يوولس پاکستاني او عرب وسلوال وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ګډو ځواکونو تېره شپه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو شمېر شکمن وسلوال نيولي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ايساف ځواکونو خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د حقاني شبکې يو قوماندان وژلى دى.
د سرچينې په وينا، وژل شوى قوماندان نعمت نومېږي چې د عملياتو پر مهال يې په ګډو ځواکونو ډزې وکړې او د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې ووژل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په عملياتو کې د قوماندان نعمت يو شمېر ملګري هم ګډو ځواکونو نيولي دي.
خو وسلوالو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن