ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر وکيلانو ولسې جرګې ته، د کابل ښاروال د حاضريدو غوښتنه وکړه

author avatar
25 Apr 2012 - 20:14
author avatar
25 Apr 2012 - 20:14

کابل ښار(پژواک د غويي ٦مه ٩١): د ولسي جرګې يو شمېر غړوو، کابل ښاروال ، په دې ښار کې د  بيارغونې پر بې کيفيته پروژو تورن کړ او دې جرګې ته يې دهغه د ورتلو او د څارنوالۍ له خوا د قانوني تعقيب غوښتنه وکړه ،خو ښاروال د هغوى ادعاوې بې بنسټه او له غرض نه ډکې بولي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ددې جرګې په نننۍ غونډه کې د کابل ښار دسړکونو وضعيت خراب وباله و دکابل پر ښاروال انجينر محمد يونس نواندېش يې نيوکې وکړې.

هغوى وويل،چې کابل ښاروال د بيارغونې پروژې په کابل ښار کې ناسمو شرکتونو ته ورکړي دي، چې په دې برخه کې ډېرې پېسې حيف او ميل شوي دي.

په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازي حاجي الله ګل مجاهد وويل،چې په تېرو لسو کلنو کې په کابل ښار کې د پام وړ کار نه دى شوى  او که شوى هم وي، کيفيت نه لري.

نوموړي وويل، په داسې حال کې ،چې په کابل کې دولتي چارواکي او د نورو ولايتونو اوسېدونکي هم ژوند کوي،خو ښاروالۍ ، کابل ښارته ،چې دهېواد پلازمينه هم ده،هېڅ پام نه دى اړولى.

مجاهد وويل: (( په کابل کې چې کوم کارشوى،هغه يواځې د دولتي او شخصي ځمکو غصبول دي.))

د ولسي جرګې بل غړي ګلالى نور وويل،چې ښاروال بايد له دې کبله څارنوالۍ ته وروپېژندل شي،چې تړونونه يې ناسمو خلکو ته ورکړي دي او د پروژو کيفيت هم خورا ټيټ دى.

هغه زياته کړه، کوم سړکونه چې تېرکال د کابل ښار په بېلابيلو سيمو کې قيرشوي ، ويجاړ شوي دي

ساپي د ولسي جرګې له اداري پلاوي څخه وغوښتل ،څو د ښاروال په وړاندې عملي ګام پورته کړي، که چېرته ثبوت شي چې ښاروال له خپل صلاحيتونو څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده، تر عدلي تعقيب لاندې دې راشي.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کميسيون غړي موسى خان نصرت د کابل ښار دسړکونو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل: (( که د ناوړه ګټې اخيستنې مخه ونه نيول شي، له افغان دولت سره مرسته شوى پيسې به، بې ځايه ولګېږي.

نصرت وويل، کوم ځواب چې پرون د ښاروال له لوري دې کميسيون ته وړاندې شوى د قناعت وړ نه دى او په دې اړه بايد يو پلاوى وګومارل شي، څو دښاروال کړنې وڅېړي.

ميربت خان منګل هم پر کابل  ښاروال نيوکه وکړه او له اداري پلاوي څخه يې وغوښتل ،چې  دولتي مسوولينو ته دې اجازه نه ورکوي،څو دخلکو په برخليک لوبې وکړي.

هغه د ولسي جرګې  عمومي غونډې ته، د ښاروال د وربللو غوښتنه وکړه او ويې ويل: ((  چارواکي پروژې خپلو دوستانو ته ورکوي، نوځکه يې کيفيت په پام کې نه نيول کېږي.))

نوموړي زياته کړه: (( کابل ښاروال چې کوم تصوير له دې ښار څخه دوى ته وړاندې کړى له واقعيت څخه لرى دى، هغه څه څرګندوي چې لس سلنه يې هم ترسره شوي نه دي.))

خو کابل ښاروال ددې وکيلانو ادعاګانې بې بنسټه او له غرض نه ډکې بولي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: (( دا دهغوى نظر دى، موږ  د ورانولو يو ستر پروګرام په مخکې لرو، نو ځکه هغوى داسې بې بنياده تورونه په ما پورې کوي.))

نواندېش زياته کړه، دې کسانو چې کوم شور او ځوک پورته کړى دى، ښايي د دوى جايدادونه د ورانولو په همدې پروګرام کې شامل وي.

دا په داسې حال کې ده،چې مشرانو جرګې تر دې وړاندې دکابل ښاروال کړنې ستايلي او ستاينليک يې هم ورکړى و.

له بله پلوه، د قضائيه قوې د صلاحيت او دندو  د تشکيل قانون ،چې د ولسي جرګې د نننۍ ناستې په اجنډا کې شامل و، د نصاب د نه بشپړېدو له کبله، د دريم ځل لپاره ، تصويب نه شو.

دا قانون په ٩ فصلونو او ١١٠ مادو کې ،د تېرکال په وري مياشت کې، د ولسي جرګې عدلي اوقضايي کميسيون ته دتصويب لپاره استول شوى و، د روان کال د وري په ٧مه، دخلکو استازو په خپله دويمه غونډه کې هم ددې قانون پر دوه مادو اختلاف نظر درلود،چې له دې امله يې تصويب نه کړ.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.