ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د زرګرو اوسېدونکي: ځمکې مو غصب شوې دي

د غزني د زرګرو اوسېدونکي: ځمکې مو غصب شوې دي

author avatar
26 Apr 2012 - 18:21
د غزني د زرګرو اوسېدونکي: ځمکې مو غصب شوې دي
author avatar
26 Apr 2012 - 18:21

غزني ښار (پژواک ۷ غويى ۹۱): د غزني ښار اړوند د زرګر سيمې اوسېدونکي وايي، چې د سلطان محمود د ښارګوټي څښتن د دوى په لسګونو جريبه ځمکه لاندې کړې ده.

د زرګر سيمې اوسېدونکي نن (د غويي ٧مه) د غزني ولايتي شورا ته د شکايت لپاره راغلي وو او ويل يې، چې اوس د دغه ښارګوټي د څښتن خليل هوتک له لوري پرې د جوړېدو کار روان دى.

د دغې سيمې يوه قومي مشر عطامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، په کومه ځمکه کې چې اوس د خليل هوتک له خوا د سلطان محمود په نوم ښارګوټى جوړېږي، هغه د زرګرو سيمې د خلکو ده.

د هغه په وينا، څه موده مخکې دغه ځمکه له خليل هوتک څخه په يوه پرېکړه کې، چې هم د طالبانو له لوري په کوېټه کې او هم د دولت له لوري ترسره شوه، د زرګر خلکو وګټله.

نوموړي زياته کړه، چې اوس پر دغې ځمکې بيا کار پيل شوى او دولت يې مخه نه نيسي.

نوموړی زياتوي: ((دوه ځلې پرېکړه وشوه، چې خليل هوتک يواځې ۹۴جريبه ځمکه حق لري؛ خو هغه اوس څه کم ۲زره جريبه ځمکه لاندې کړې ده.))

د سيمې يو بل قومي مشر معلم اسماعيل هم وايي، چې څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو پخواني استازي محمودخان او د غزني والي موسى خان اکبرزاده پرېکړه وکړه، چې دغه ځمکه په زرګرو پورې اړه لري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((موږ قانوني اسناد په لاس کې لرو، چې دغه ځمکه د زرګرو ده او دغه اسناد د ولايت له خوا څخه د ټاکل شوي کمېسيون له لوري بررسي شوي هم دي.))

د ده په خبره، اوس هوتک په ياده ځمکه کې ډبرې اچولي او کار يې پری روان کړى، چې امنيت يې هم په غزني کې د څلورمې حوزې پوليسو نيولى دى.

د دغې سيمې خلک چې شمېر تر ۸۰ تنو ته رسېده، د ولايتي شورا په دفتر کې راټول شوي وو او له دولت څخه يې غوښتل، چې پوليس له سيمې څخه وباسي او د هوتک له لوري دې کار ودرېږي.

خو د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې خليل هوتک د دغې ځمکې قانوني اسناد لري او دغه ځمکه د نوموړي ملکيت دى.

د هغه په وينا، دا چې د کومې حوزې پوليس د دغې ځمکې امنيت نيسي، په دې اړه معلومات نه لري.

خو د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ځمکه نه د خليل هوتک ده او نه هم د زرګرو د سيمې د خلکو؛ دا دولتي ځمکه ده.

د هغه په وينا، ښايي د زرګرو د سيمې د اوسېدونکو يو څه ځمکه په کې وي، خو ډېرۍ دولتي ځمکه ده.

جامع زياته کړه: ((زه نه پوهېږم چې دا کس څوک دى، چې پردۍ ځمکې لاندې کوي او ښارګوټي په کې جوړوي.))

 دى وايي، چې په غزني کې نه يواځې د هوتک له لوري دولتي ځمکه غصب شوې، بلکې په زرګونو جريبه نورې دولتي ځمکې هم د يو شمېر مافيايي ډلو له لوري لاندې شوې او دولت يې په خلاصولو کې پاتې راغلى دى.

د سلطان محمود ښارګوټي څښتن خليل هوتک پژواک اژانس ته وويل، پر کومه ځمکه چې اوس د ده له لوري کار روان دى، د ده خپل ملکيت دى.

نوموړي زياته کړه: ((زه قانوني اسناد او قباله په لاس کې لرم، چې دا ځمکه زما خپله ده او ټولو دولتي ارګانونو تاييد کړې هم ده.))

د هغه په وينا، کوم امنيتي کسان چې اوس د هغې سيمې امنيت ساتي، د ده خپل کسان دي او هغوى ته له خپل جېب څخه تنخواګانې ورکوي.

د ده په خبره، له دې امله يې هلته امنيتي کسان ځاى پر ځاى کړي دي، چې د سيمې خلکو ډزې پرې کولې.

نوموړى زياتوي: ((څو ځلې د زرګرو د خلکو له خوا راباندې ډزې وشوې او دوه کسان يې راټپيان کړي هم دي.))

خليل هوتک وويل، که چېرته د زرګرو خلک قانوني اسناد لري، ولې عدلي ارګانونو ته مراجعه نه کوي او ولې خپل اسناد دولت ته نه وړاندې کوي.

د يادونې وړ ده، چې په غزني کې د ولايتي شورا د غړو په وينا، نږدې ١٥٠زره جريبه دولتي ځمکه د يو شمېر زورواکو له خوا غصب شوې ده.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.