ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسامه بن لادن دکورنۍ غړي سعودي ته ولېږل شول

د اسامه بن لادن دکورنۍ غړي سعودي ته ولېږل شول

author avatar
27 Apr 2012 - 10:46
د اسامه بن لادن دکورنۍ غړي سعودي ته ولېږل شول
author avatar
27 Apr 2012 - 10:46

اسلام اباد (پژواک ٨ غويى ٩١): پاکستاني چارواکي وايي، چې د اسامه بن لادن دکورنۍ غړي يې خپل هېواد سعودي عربستان ته لېږلي دي.

امريکايي ځواکونو د تېر لمريز کال د غويي په مياشت کې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ايبټ اباد ښار کې عمليات ترسره کړل او د القاعدې مشر اسامه بن لادن يې وواژه.

وروسته امريکايي ځواکونو وويل، چې د هغه مړى يې په سمندر کې غورځولى دى.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک په اسلام اباد کې، څه وخت مخکې خبريالانو ته ويلي و، چې د اسامه د مېرمنو پر ضد د پاکستان د قانون له مخې ، دوسيه پرانېستل شوې او دوى درې ورځې مخکې اسلام اباد ته راوستل شوي دي.

د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته،د هغه درې مېرمنې او يوولس ماشومان پاکستانيو چارواکو په نامعلوم ځاى کې ساتلي وو؛ خو د پاکستان د کورنيو چارو وزير يې په اړه معلومات نه ورکول.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يوې باوري سرچينې د غويي په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له لوري له محکمې وروسته تېره شپه ناوخته شاوخوا ١٢ بجې د القاعده ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن د کورنۍ غړي يې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه سعودي ته ولېږل.

د سرچينې په وينا، د اسامه بن لادن کورنۍ مخکې له تلو څخه په اسلام اباد کې زنداني وه.

له پاکستان څخه تللې په دغه کورنۍ کې د اسامه بن لادن يوه يمنۍ او دوه سعودۍ کونډې ښځې او يوولس اولادونه يې شامل وو، چې تېره شپه د بې نظير بوټو نړيوال هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان په يوه خصوصي الوتکه کې لاړل.

ويل کېږي، چې د اسامه کورنۍ به لومړى سعودي ته ځي او بيا به د هغه يوه يمنۍ کونډه او د هغې دوه اولادونه  يمن ته ولېږدول شي.

د يادونې ده، چې د روانې اپرېل مياشتې په دويمه په اسلام اباد کې يوې ځايي محکمې د اسامه بن لادن دکورنۍ غړي په پاکستان کې په ناقانونه توګه د اوسېدو په جرم د ٤٥ ورځو بند په سزا محکوم کړي وو.

 

 

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.