کابل ( پژواک ٨ غويى ٩١): د کورنيو چارو وزارت په هلمند، ميدان وردګ او خوست ولايتونو کې ددولت د ٢٥ وسلوالو مخالفينو د مرګ ژوبلې او نيول کېدو خبر ورکړ، خو طالبانو دغه خبر ردکړ
په هغه خبرپاڼه کې ، چې نن ( دغويي ٨ مه ) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده ، راغلي ، چې ملي پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د اردو ، امنيت ملي او ايتلافي ځواکونو په همکارۍ د هلمند، ميدان وردګ او خوست ولايتونو په مربوطاتو کې درې ګډ عملياته ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي ، چې په دې عملياتو کې ددولت ١٠ وسلوال مخالفين وژل شوي ، يو تن ټپي دى او ١٤ نور نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دې عملياتو کې ٩ ميله کلاشينکوفونه له شپږو شاجورونو سره ، يو ميل پيکا ، د راکټ دوه مرمۍ، څلور کړۍ ماينونه، اوه لاسي بمونه، ٢٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د ځانمرګي بريد دوه واسکټونه او يوموټر سايکل ترلاسه شوي دي.
ديوه بل خبر له مخې، ملي پوليسو تېره ورځ دوسايطو ضد پنځه کړۍ ماينونه، چې د وسلوالو مخالفينو لخوا د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ او د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ورانکاريو په موخه ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او شنډ کړي دي.
د وسلوالو طالبانو يوتن وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل ،چې دوى د کورنيو چارو وزارت پورته ياده شوې ادعا ردوي او حقيقت نلري .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن