ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې پنځه وسلوال طالبان ووژل شول

په زابل کې پنځه وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
27 Apr 2012 - 16:55
په زابل کې پنځه وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
27 Apr 2012 - 16:55

کلات (پژواک ٨ غويى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په زابل کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ژوندي نېول شوي دي.

 د زابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د غويي په ۸ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ پېښه تېره شپه يوولس بجې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ د مرغابۍ په سيمه کې افغان امنيتي ځواکونو له طالبانو سره مخامخ نښته کړې ده، چې په پايله کې يې درې طالبان وژل شوي دي.

 د ده په خبره، د جګړې په سيمه کې درې ميله کلاشينکوفونه او يوه اندازه مهمات هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي

د هغه په وينا، دغه راز نن سهار د زابل د نو بهار ولسوالۍ د شهاب الدين کلا په سيمه کې د عملياتو پر مهال پوليسو دوه وسلوال طالبان وژلي دي.

امنيه قوماندان زياته کړه،چې په دغو عملياتو کې پوليسو يو موټرسايکل او يو ميل کلاشينکوف هم تر لاسه کړي دي.

هغه وويل، چې تېره ورځ د زابل د مرکز کلات اړوند د نورک په سيمه کې پوليسو د عملياتو په ترڅ کې درې وسلوال طالبان ژوندي نيول شوي دي.

دده په خبره،له نېول شويو طالبانو سره يوميل کلاشينکوف،يوه مخابره،۵ د کلاشنيکوف شاجورونه او يوه اندازه نور مهمات هم پوليسو تر لاسه کړي دي.

شېرزاد زياتوي، چې په دغو عملياتو کې پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو که څه هم د کلات او نوبهار د پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو د ارغنداب عمليات مني.

د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د ارغنداب د مرغابۍ په سيمه کې د کلي د ملا امام په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.