ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني ښار کې بله لېسه هم وتړل شوه

author avatar
28 Apr 2012 - 17:27
author avatar
28 Apr 2012 - 17:27

غزني ښار (پژواک ۹ غويى ۹۱): د غزني ښار د يو شمېر ښوونځيو مديران او ښوونکي وايي، چې د وسلوالو طالبانو د ګواښ له امله د ښار ډېرى ښوونځي تړل شوي دي؛ خو د پوهنې رييس وايي چې د بارانونو له امله ښوونځي تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني ښار د پوهنې ښاري مدير محمدحنيف عشرتي د غويي په ٣مه، پژواک اژانس ته وويلي و، چې وسلوالو طالبانو د ښار ټولو ښوونځيو ته د بندېدو ګواښ کړى دى.

له دې ګواښ وروسته د غزني د ولايت مقام ته تر ټولو نږدې ښوونځي، لکه د جهان ملکي لېسه، شامير، سنايي لېسه او يو شمېر نور تړل شوي دي.

 د شامير د لېسې يوه ښوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې اونۍ راهيسې يې ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((ښوونځي ته ولاړم، ګورم چې د ښوونځي دروازه تړل شوې، مدير ته مې ټېلېفون وکړ، هغه راته وويل چې ښوونځى بند دى.))

د ده په خبره، د دغه ښوونځي مدير ته د وسلوالو له لوري د مرګ پيغام راغلى و، چې که خپل ښوونځى ونه تړي، نو وبه وژل شي.

د سنايي عالي لېسه چې د غزني ښار شمال ته په څو کيلومترۍ کې پرته ده، هم نن د طالبانو له لوري د شوي ګواښ له امله تړل شوې ده.

د دغې لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکي محمداسلم پژواک اژانس ته وويل: ((نن ښوونځي ته لاړم، خو هلته هېڅوک نه وو او ټول زده کوونکي رخصت شوي وو، د ښوونځي دروازه بنده وه.))

هغه وايي، له ښوونکو يې پوښتنه وکړه چې لېسه ولې بنده وه؟ هغوى ورته وويل چې رخصت دى؛ په داسې حال کې چې په غزني ښار کې ټولې دولتي ادارې او نور ښوونځي خلاص دي او هېڅ رخصتي نشته.

د غزني ولايت مسوولينو، خبريالانو ته اجازه ورنه کړه چې تړل شوي ښوونځي له نږدې څخه وګوري او يا يې له مسوولينو سره خبرې وکړي.

د جهان ملکې لېسې د اتم ټولګي زده کوونکي رحيمي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم له تېرې چهارشنبې راهيسې ښوونځي ته نه ځي او ښوونځى يې تړل شوى دى.

د هغه په وينا، وسلوالو د دې ښوونځي مسوولينو ته څو ځلي ګواښونه کړي وو، چې ښوونځي دې وتړي.

د جهان ملکې د لېسې يوه ساتونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د لېسې د خونو د رنګولو په موخه يې لېسه رخصت کړې ده.  

د ده يک يوه قومي مشر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د ولسوالۍ ټول ښوونځي تړل شوي دي.

د ده په خبره، په دې اړه يې د پوهنې رياست له چارواکو سره هم خبرې کړې دي؛ خو کومه پايله يې نه ده ترلاسه کړې.

هغه زياته کړه: ((له طالبانو سره هم وغږېدم، خو هغوى وايي، چې څو پورې دولت پر موټرسايکل بنديز نه وي لرې کړى، ښوونځي به بند وي.))

د يادونې وړ ده، چې په غزني ښار کې د امنيتي ملحوظاتو له امله پر موټرسايکل ګرځېدلو باندې بنديز لګول شوى دى.

د غزني د ولايتي شورا غړې حميده ګلستاني هم مني، چې له يو شمېر ولسواليو سربېره د غزني د مرکز يو شمېر ښوونخي هم تړل شوي دي.

نوموړې پژواک ته وويل، چې د پوهنې رياست په دې برخه کې تراوسه هېڅ اقدام نه دى کړى.

هغې زياته کړه: ((ښوونځي تړل شوي، زده کوونکي ټول په کوڅو کې ګرځي، چې ښوونځي ته ورشي، نو ښوونځى يې تړلى وي.))

دغه راز د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان  هم تاييدوي، چې په غزني کې ٢٥ ښوونځي د وسلوالو د ګواښ له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه پژواک ته وويل: ((د غزني په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د معارف د دښمنانو له خوا معارف له ستونزو سره مخامخ شوى دى او د معارف ورځنۍ چارې يې له خنډ سره مخامخ کړي دي، استادان منظمه حاضري نه لري، دا يو وحشت دى او طبيعي ده چې د پوهنې پر بهير منفي اغېز لري.))

که څه هم ورځ په ورځ په ښار کې د تړلو ښوونځيو شمېر زياتېږي، خو په غزني کې د پوهنې او امنيتي چارواکي بيا د ښوونځيو تړل نه مني. د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي، چې ټول  ښوونځي خلاص دي او له امنيتي پلوه هېڅ کومه ستونزه نشته.

نوموړي پژواک ته وويل، دا هېڅ د منلو نه ده، چې طالبان دې د دولت له لوري د موټرسايکلو د بندولو په غبرګون کې ښوونځي وتړي.

بل پلو د غزني د پوهني رييس احسان الله ناشر، هم د غزني په مرکز او ولسواليو کې د ښوونځيو تړل نه مني او واي چې ټول ښوونځي خلاص دى، ښوونکي او زده کوونکي په خپلو درسونو لګيا دي.

 نوموړي پژواک ته وويل: ((که کوم ښوونځي تړل شوي هم وي، د باران په خاطر تړل شوي، طالبانو نه دي تړلي.))

 ناشر زياتوي، زده کوونکي په دې خاطر ښوونځيوته نه ځي چې باران ونه شي. د ده په خبره، د ښوونځيو له بندولو سره طالبان هېڅ کوم تړاو نه لري.

نوموړى دا خبره په داسې حال کې کوي، چې د ښار او ولسواليو يو شمېر مديران او ښوونکي وايي، چې د دوى ټول ښوونځي له تېرو دوو اونيو راهيسې تړل شوي او هره ورځ د تړل شويو ښوونځيو شمېر زياتېږي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.