ميدانښار ( پژواک ٩ غويى ٩١ ) : د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله لس پوليس ووژل شول.
ددې ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالقيوم باقي زوى د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده چاودنه تېره ورځ ماښام مهال د چک ولسوالۍ د امبوخاک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې د ولسوالۍ يو شمېر پوليس له ولسوال سره د يوې پروژې د تطبيق لپاره سيمې ته روان وو، چې په لاره کې د پوليسو پر موټر چاودنه وشوه.
نوموړى وايي ، چې په دې چاودنه کې لس پوليس ووژل شول او موټر يې ويجاړ شوى دى.
امنيه قوماندان وويل ، دا چې ولسوال اسماعيل وفا په بل موټر کې روان و، نو له چاودنې روغ وتلى او هېڅ زيان ورته نه دى اوښتى.
د چک ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي شريف پژواک ته وويل چې وژل شوي کسان سيمه ييز پوليس و، چې د ماين ښکار شول .
باقي زوى ددې چاودنې دغندنې ترڅنګ وويل چې په دې وروستيو کې وسلوال مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى ، نو ځکه يې د سړک د غاړې چاودنو ته مخه کړې .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دې چاودنه کې ديوه قوماندان په ګډون اته پوليس وژل شوي دي.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن