ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له امريکا سره دويم ځلي خبرې رد کړې

طالبانو له امريکا سره دويم ځلي خبرې رد کړې

author avatar
29 Apr 2012 - 10:41
طالبانو له امريکا سره دويم ځلي خبرې رد کړې
author avatar
29 Apr 2012 - 10:41

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩١): وسلوالو طالبانو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دوى په قطر کې له امريکا سره بيا خبرې اترې پيل کړې دي.

وړمه ورځ برتانوي څلورم ټلويزيوني چينل د ناڅرګندو طالب سرچينو په حواله خبر ورکړى و، چې د طيب اغا په مشرۍ د وسلوالو طالبانو يوه پلاوي، چې په سعودي کې د طالبانو سفير شهاب الدين دلاور هم په کې شامل دى، په قطر کې له امريکا سره خبرې پيل کړې دي.

خو وسلوالو طالبانو د يادې رسنۍ راپور په کلکه رد کړى او زياتوي، چې دوى هېڅ خبرې اترې نه دې کړې.

د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبر هېڅ حقيقت نه لري، يواځې يوه بې اساسه ادعا ده.

سرچينې زياته کړې، له کومې ورځې چې طالبانو له امريکا سره خبرې ځنډولې بيا تر نن پورې د دوى او امريکا د استازو تر منځ هر ډول غونډې او تماسونه درېدلي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((له امريکا سره د خبرو د ځنډېدو پر مهال موږ ويلي وو، چې تر هغه پورې خبرې نه پيلوو، تر څو چې امريکايان د اعتمادسازۍ ټول هغه اقدامات ترسره نه کړي، چې مخکې پرې تفاهم شوی او امريکايي لوري يې د عملي کولو هوکړه کړې وه.))

که څه هم وسلوالو طالبانو په دې خبرپاڼه کې د اعتمادسازۍ په اړه جزئيات نه دي ورکړي، خو ځينو سرچينو ويلي و، چې طالبانو تر ټولو مخکې له ګوانتانامو څخه د خپلو پنځو مهمو بنديانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې له ټولو رسنيو غوښتي، چې بې اساسه او يواځې د پروپاګند لپاره دې ناسم راپورونه، چې د ژورناليزم د اصولو خلاف وي، نه خپروي.

 د بريتانيا څلورم چينل په خپل راپور کې ويلي وو، چې د طيب اغا په مشرۍ د طالبانو پنځه کسيز پلاوی درې اونۍ مخکې قطر ته په الوتکه کې رسېدلی او تر اوسه پورې يې له امريکايانو سره دوه پړاوه خبرې کړې دي.

د يادونې ده، چې د وسلوالو طالبانو او امريکا ترمنځ د روان زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې په دوحه کې خبرې پيل شوې او په لړ کې يې دواړو خواوو په دغه ښار کې طالبانو ته د يوه دفتر د پرانيستلو او د پنځو طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه خبرې وکړې، خو تر بريالۍ نه شوې.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.