ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو  ١٤ پوليس خوشې کړل

طالبانو ١٤ پوليس خوشې کړل

author avatar
29 Apr 2012 - 16:41
طالبانو  ١٤ پوليس خوشې کړل
author avatar
29 Apr 2012 - 16:41

فيض اباد (پژواک ١٠ غويى ٩١): څوارلس پوليس، چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا نيول شوي وو، خوشي شول.

طالبانو د غويي په ٧مه د وردوج ولسوالۍ په باشند کلي کې د سرحدي پوليسو پر پوستې له بريد وروسته ١٤ پوليس تښتولي وو.

د بدخشان د همغږۍ د مرکز قوماندان جنرال محمداسحاق تمکين له دې پېښې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي، دوه ټپي او ١٦ نور طالبانو نيولي دي.

د تمکين په وينا، د طالبانو د بريد پر مهال په پوسته کې ٤٣ پوليس موجود وو، چې پاتې نور يې په تېښته بريالي شوي وو.

همدارنګه د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې په بريد کې د پوليسو يو رينجر او يو بل نظامي موټر سوځېدلي او دوه نور رينجر موټر طالبانو له ځان سره بيولي دي.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد نن (د غويي ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو هغه ١٤ پوليس چې نيولي يې وو، تېره ورځ خوشي کړل.

نوموړي په دې اړه، چې د نيول شوو سرتېرو شمېر پژواک خبري اژانس ته ١٦ تنه ويل شوى و، زياته کړه، چې پر يادې پوستې د بريد پر مهال دوه سرتېري رخصت وو او د نيول شوو سرتېرو شمېر په تېروتنې سره ١٦ تنه ښودل شوى و.

د بدخشان د والي مرستيال شمس الرحمن د دغو ١٤ سرتېرو د خوشي کېدو په پخلي سره وويل چې طالبانو د هغوى وسلې او تجهيزات اخيستي دي.

پر دغې پوستې په داسې وخت کې بريد وشو، چې له هغې دوه ورځې مخکې، خبرو اترو ته د طالبانو د چمتووالي له اعلان سره سم د دغه ولايت يو شمېر چارواکي وردوج ولسوالۍ ته ولاړل او د خبرو اترو لپاره يې يوه کمېټۀ جوړه کړه.

د بدخشان د سولې د عالي شورا رييس ابو امان وايي، چې طالبانو د خپلو څرګندونو خلاف پر يادې پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې د دولت د نظامي فشار په خوا کې د سولې شورا د خبرو اترو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.