ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې مرستيال: د ٢٠١٣ کال لپاره په غزني کې هېڅ کار نه دى شوى

د مشرانو جرګې مرستيال: د ٢٠١٣ کال لپاره په غزني کې هېڅ کار نه دى شوى

author avatar
30 Apr 2012 - 19:48
د مشرانو جرګې مرستيال: د ٢٠١٣ کال لپاره په غزني کې هېڅ کار نه دى شوى
author avatar
30 Apr 2012 - 19:48

غزني ښار (پژواک ۱۱غويى ۹۱): د مشرانو جرګې لومړى مرستيال وايي چې د ٢٠١٣ کال لپاره په دې ولايت کې هېڅ کار نه دى شوى.

غزني پنځه کاله مخکې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس له لوري د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه اعلان شوى او ټاکل شوې ده، چې له دغه کال رارسېدو مخکې په دې ولايت او ښار کې د بيارغونې ډېر کارونه ترسره شي.

خو د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې له يو شمېر نورو سناتورانو سره دې ولايت ته راغلى، د غزني له والي موسى خان اکبرزاده يې په ګډه خبري غونډه کې وويل، چې دولت د دغه وياړ او د دغه مناسبت د نمانځنې په موخه د چمتووالي لپاره هېڅ ګټور ګامونه نه دي پورته کړي.

هغه زياته کړه: ((څو ځلې مو د برېښنا، ماليې، ترانسپورت، اطلاعاتو کلتور وزيران احضار کړي او په دې اړه مو ورسره خبرې کړي او ژمنې يې هم راسره کړې وې، چې په غزني کې به د لسګونو ميليونونو پروژې پلې کوي، خو تراوسه يې هېڅ نه دي کړي.))

د مشرانو جرګې مرستيال هيله څرګنده کړه، چې په کم وخت کې حکومت ډېر کار وکړي، څو ترلاسه کړى نوم له لاسه ورنه کړي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده وويل، کله چې غزني په ۲۰۰۷ کال کې د اسلامي هېوادونو د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه ونومول شو، نو له هغه وخته تر ننه پورې د دولت له لوري په دغې برخه کې هېڅ کار نه دى شوى.

هغه زياته کړه، دولت ژمنه کړې وه چې په غزني کې به تر ۲۰۱۳ کال پورې ۲۰۰ ميليونه ډالره ولګوي؛ خو تراوسه له دې څخه يوه افغانۍ هم نه ده لګول شوې.

اکبرزاده وويل: ((له دولت څخه ګيله مند يم، چې په خپلو ژمنو يې وفا ونه کړه او د ۲۰۱۳ کال په وياړ يې هېڅ ونه کړل.))

والي وايي، که څه هم په غزني کې د بيارغونې ډلې له لوري څه ناڅه کارونه شوي دي؛ خو هغه کليدي وزارتونه، لکه ماليې وزارت، ترانسپورت، د ښاري پراختيا، ښار جوړونې او يو شمېر نور وزارتونه چې د ۲۰۱۳ کال يو شمېر پروژې په دوى پورې تړلې وې، يوه يې هم نه ده ترسره کړې او نه هم د ماليې وزارت په خپل وخت سره بودجه ورلېږلې ده.

موسى خان اکبرزاده وويل، که څه هم د نورو کلونو په پرتله امنيت ښه شوى دى؛ خو بيا هم دوى خپلې پروژې نه پلي کوي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم پر يو شمېر وزارتونو تور ولګاوه، چې د ۲۰۱۳ کال لپاره يې په غزني کې څه نه دي کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د لسګونو ميليونونو ډالرو د پروژو ژمنې شوې دي؛ خو تراوسه يې يوه هم نه ده پلي شوې.

جامع وايي، څو کاله وړاندې له غزني نه تر جاغوريو ولسوالۍ پورې غځېدلى سړک، له غزني نه تر ګردېزه او يو شمېر نورو ولسواليو ته د غځېدلو سړکونو کارونه پيل شوي وو، چې اوس په نيمايي کې په ټپه ولاړ دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.