کابل ( پژواک ١٢ غويى ٩١ ) : وسلوالو طالبانو هغه راپورونه رد کړل ، چې ګوندې په کويټه کې د طالبانو د نظامي شورا مرستيال مولوي اسماعيل له خپلو ٢٥ ملګرو سره وژل شوى دى.
پرون يوې حکومتي سرچينې ادعا کړې وه، چې دپاکستان استخباراتو د طالبانو د نظامي شورا مرستيال مولوي اسماعيل او دهغه ٢٥ ملګري وروسته له هغه وژلي ، چې ګوندې د افغانستان له حکومت او امريکا سره يې دسولې پټې خبرې پيل کړې وې.
خو وسلوالو طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد لخوا د غويي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ياده ادعا بې اساسه او له حقيقت څخه لرې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې وروستيو کې ځينې رسنۍ د طالبانو د ځينو غړيو او مسوولينو په اړه بې اساسه شايعات خپروي، چې دوى يې په کلکه ردوي او غندي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دا ډول خبرونو خپرول دطالبانو د مخالفينو د پروپاګنډ يوه برخه ده.
طالبانو ويلي ،چې مولوي محمد اسماعيل ژوندی او له ښه صحت څخه بر خمن دی .
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن