ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان د ولايتي شورا د دوو ښځينه وکيلانو غيرحاضري ډېره شوې

author avatar
2 May 2012 - 16:17
author avatar
2 May 2012 - 16:17

شبرغان (پژواک ١٣ غويى ٩١): د جوزجان په ولايتي شورا کې د دوو ښځينه وکيلانو دوه مياشتنى غيابت، د دې شورا د مسوولينو او خلکو د اندېښنې او نيوکو لامل شوى دى.

د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ولايتي شورا دوه غړې، فرح ديبا او فيروزه قريشي وروسته له هغه چې ولايتي شورا ته يې لار وموندله، ولس يې هېر کړ، له تېرو دوو مياشتو راپه دېخوا خپلو دندو ته په منظمه توګه نه دې حاضرې شوې او ان چې د خپل کار دفتر ته هم نه ځي.

د شبرغان ښار اوسېدونکي عبدالحليم وويل، مخکې له دې چې ولايتي شورا ته لار ومومي، يادې دواړه وکيلانې به د جوزجان ولايت لرې پرتو سيمو ته تګ راتګ کاوه، خو وروسته له هغه يې د خلکو استازيتوب هم پرېيښى دى.

د دغه ولايت يوې اوسېدونکې ريحانې، چې د خپلې ستونزې د هوارولو په موخه ولايتي شورا ته راغلې وه، پژواک ته وويل: ((په شورا کې ښځې وکيلانې نه وې، چې ستونزه مې ورسره شريکه کړې واى، هغوى له تېرو دوو مياشتو راهيسې خپلو دندو ته نه دې حاضرې شوې.))

ريحانې د ولايتي شورا مسوولين د خپلو اړوندو دندو په نه کنټرول تورن کړل او ويې ويل، جوته نه ده چې د دغو وکيلانو حاضري کنټرولېږي که نه؟

د جوزجان د ولايتي شورا مسوولين د دغو کسانو ستونزې او خبرې تاييدوي.

د جوزجان د ولايتي شورا مشر مولوي عبدالحي حيات پژواک ته وويل، چې د دوى دوه همکارانې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د کار دفتر ته نه دې ورغلې.

حيات زياته کړه، چې فرح ديبا او فيروزه قريشي د حاضرۍ په برخه کې ستونزې لري او هغوى ته پر وخت دندو ته د حاضرېدو اړينې لارښوونې شوې دي.

د ولايتي شورا منشي نبيې مصطفى زاده هم پژواک ته وويل: ((فرح ديبا له شاوخوا دوو مياشتو راپه دېخوا خپلې دندې ته نه ده حاضره شوې.))

نوموړې حاضره نه شوه، چې د وکيلانو حاضري د پژواک په واک کې ورکړي، خو زياته يې کړه، چې ياده وکيله دغه مهال په هېواد کې نشته.

بلخوا د جوزجان د ولايتي شورا غړې فيروزې قريشي له پژواک سره په مرکه کې په ولايتي شورا کې د هغې د نه شتون په اړه تور رد کړ او زياته يې کړه، چې د برېښنا په برخه کې د خلکو د غوښتنو د حل، د سېلابونو له امله د راټوکېدلو ستونزو او د موکلين د حقوقي قضيو د هوارولو په موخه له اړوند ادارو سره د اړيکو په خاطر کابل تللې ده.

د ولايتي شورا دا غړې په داسې حال کې د ستونزو د حل لپاره کابل ته تللې، چې د جوزجان د ولايتي شورا منشي وايي، چې د کارې کړنلارې له مخې د شورا غړي کولاى شي چې د ولايت په کچه له خلکو سره د هغوى د ستونزو په هوارولو کې همکاري وکړي.

د هغه په وينا، د ولايتي شورا غړي يواځې نظارتي او مشورتي دنده لري او نه شي کولاى چې له دغه ولايت څخه بهر د موکلين د ستونزو هوارولو لپاره ولاړ شي.

نبيې مصطفى زاده زياته کړه، چې دوى وروسته ستونزې مشرانو جرګې ته د مکتوب په بڼه ولېږلې او له هغوى څخه يې د مرستې غوښتنه کړې ده.

له دې چې فرح ديبا په بهر کې ده، پژواک ونه توانېد څو د نوموړې نظر واخلي.

د جوزجان ولايتي شورا ٩ غړي لري، چې درې په کې ښځې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.