ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د ((الفاروق)) په نوم د نويو پسرلنيو عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ

طالبانو د ((الفاروق)) په نوم د نويو پسرلنيو عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ

author avatar
2 May 2012 - 15:29
طالبانو د ((الفاروق)) په نوم د نويو پسرلنيو عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ
author avatar
2 May 2012 - 15:29

کابل (پژواک ١٣ غويى ٩١): وسلوالو طالبانو سر له سبا په ټول هېواد کې د الفاروق په نوم د نويو پسرلنيو عملياتو د پيلېدو اعلان وکړ.

خو د ملي دفاع وزارت دا يوه تبليغاتي جنګ بولي او زياتوي چې د هېواد ملي ځواکونه د هر ډول بريدونو شنډولو توان لري.

د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د هر نوي کال پيل د هېواد د موسمي شرايطو له مخې د جنګونو او مبارزې د توندولو وخت وي، نو طالبان هم د پخوا په څېر د الفاروق په نامه نوي پسرلني عمليات پيلوي.

دوى ادعا کړې، چې دغه نوي عمليات به ډېر بريالي وي او د دغو عملياتو په پايله کې به بهرني ځواکونه اړ شي چې له افغانستان څخه ووځي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د الفاروق د عملياتو لومړنۍ موخه بهرني ځواکونه، د هغوى سلاکاران، قرارداديان او له بهرنيو ځواکونو سره مرسته کوونکي پوځي، استخباراتي او مرستندوى ځواکونه دي.

په خبرپانه کې طالبانو دغه راز ګواښ کړى، چې په نوو عملياتو کې به لوړ پوړي حکومتي چارواکي، د ملي شورا غړي، د دفاع، امنيت او کورنيو چارو وزارتونو منسوبين د سولې د عالې شورا او ټول هغه خلک چې د طالبانو پر ضد فعاليت کوي، په نښه کېږي.

طالبانو ويلي، چې په عملياتو کې به له نويو جنګي تکتيکونو کار اخيستل کېږي او زياته کړې يې ده، چې د عملياتو پر مهال به د ولسي وګړو خونديتوب ته لومړيتوب ورکوي.

دوى له خلکو غوښتي، چې د عملياتو او چاودنو پر مهال دې د پېښو له سيمو ځان لرې وساتي.

خو د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي دغه يو تبليغاتي جنګ بولي او زياتوي، چې ملي ځواکونه د دوى د بريدونو د شنډولو توان لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ملي ځواکونه اوس ډېر پياوړي او ښه روزل شوي او تر پخوا اوس په ښه توګه د خپل ولس ساتنه کولاى شي.

د عظيمي په وينا، تېره مياشت ملي ځواکونو په کابل کې د شوو ډله ييزو بريدونو په شنډولو سره وښوده، چې دوى مخالفينو ته اجازه نه ورکوي، چې د خلکو ځان او مال ته زيان ورسوي.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.