ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې د برک مؤسسې مشر ووژل شو

په غور کې د برک مؤسسې مشر ووژل شو

author avatar
3 May 2012 - 13:08
په غور کې د برک مؤسسې مشر ووژل شو
author avatar
3 May 2012 - 13:08

چغچران (پژواک ١٤ غويى ٩١): په غور ولايت کې د بنګلدېش د برک مؤسسې مشر د طالبانو په بريد کې وژل شوى او يو بريد کوونکى نيولى شوى دى.

د غور د امنيه قوماندانۍ سرپرست ډګروال مرتضى مصلح نن (د غويي ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه پنځو وسلوالو طالبانو په چغچران ښار کې د بنګلدېش د برک مؤسسې پر دفتر بريد وکړ ، بنګلدېشي محيى الدين يې، چې د دغه دفتر ولايتي مشر و، وژلى دى.

هغه وويل، چې د دغه دفتر يو بنګلدېشى کارکوونکى په تېښته بريالى شو او بريد کوونکو هغه مهال چې پر ده يې ډزې وکړې، يو خپل همکار يې ټپي کړ، چې وروسته ونيول شو.

مصلح وويل، چې له دې پېښې وروسته پوليس سيمې ته ورسېدل او ټپي بريد کوونکى، چې يوه کور ته يې پناه وړې وه، د کور د خاوند په لارښوونه ونيول شو.

سرچينې زياته کړه، ټپي بريد کوونکي اعتراف کړى، چې دوى پنځه کسه وو او غوښتل يې چې بنګلدېشي کارکوونکي د يو شمېر طالبانو د خوشي کولو لپاره برمته کړي.

بنګلدېشى کارکوونکى سميع الحق، چې په تېښته بريالى شوى دى، پژواک خبري اژانس ته وويل: “تېره شپه ١٢ بجې د ښيښو په ماتېدو سره راوېښ شوم او په دفتر کې مې پنځه وسلوال کسان وليدل.”

هغه زياته کړه، چې بريد کوونکو د دفتر مشر پر ډزو وواژه او غوښتل يې دى هم خپک کړي، خو دى په تېښته بريالى شو او ځان يې پوليسو ته ورساوه.

سميع الحق زياته کړه، چې د پېښې پر مهال يو افغان کارکوونکى د محى الدين په خونه کې ويده و، خو هغه ته زيان نه دى اوښتى.

د غور د امنيه قوماندانۍ سرپرست وويل، چې نيول شوى کس تر درملنې او څېړنو لاندې ده.

دغه دفتر د پوليسو د پوستې او د غور ولايت د ملي امنيت د مېلمستون په ٥٠٠ مترۍ کې پروت دى او د ډګروال مصلح په وينا، ساتونکي نه لري.

د بنګلدېش د برک مؤسسه په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې د ګټې په مقابل کې کسب ګرو ته کوچني پورونه ورکوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.