ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا مطبوعاتي مرکز (ميډيا سنټر) په کار پېل وکړ

د پکتيا مطبوعاتي مرکز (ميډيا سنټر) په کار پېل وکړ

author avatar
4 May 2012 - 15:34
د پکتيا مطبوعاتي مرکز (ميډيا سنټر) په کار پېل وکړ
author avatar
4 May 2012 - 15:34

ګردېز (پژواک ١٥ غويى ٩١): په سوېل ختيځ زون کې د لومړي ځل لپاره د مطبوعاتي فعاليتونو د پياوړي کولو په موخه  د پکتيا ميډيا سنټر ( مطبوعاتي مرکز ) په کار پېل وکړ .

د ياد شوي مرکز مشر لمر نيازي د غويي په ١٥ مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د دې مرکز موخه په دې سيمه کې د مطبوعاتي فعاليتونو د پياوړي کولو ترڅنګ د هغو رسنيو د بيا فعالولو هڅه ده ، چې چارې يې  په ټپه درېدلې دي.

دده په خبره ، چې دغه مرکز به د ژورناليزم په برخه کې د ځوانانو  لپاره د ژورناليزم د زده کړو زمينې هم برابرې کړي .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه مرکز چې پرون يې  په کار پېل وکړ د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د ټولنيزو رسنيو د قانون د نهمې مادې له مخې تاسيس شوی دى .

  پرون د مطبوعاتو نړيواله ورځ هم ونمانځله .

نيازي وويل ، د پکتيا ميډيا سنټر غواړي ،چې د افغانستان او نړۍ په کچه له رسنيو سره په حقوقي او مالي برخه کې ملاتړ کوونکې ادارې دې د بيان واقعي ازادۍ او يوه بې طرفه مطبوعاتي کولتور د پراختيا او غښتلتيا لپاره مرستې وکړي .

دغه راز د هغه په وينا، دغه مرستې دې داسې تنظيم شي ، چې له مخې يې د افغانستان د خلکو ملي ګټې او ارزښتونه زيانمن نشي او تر څنګ يې په دغه هېواد کې يو داسې مطبوعاتي چاپېريال رامنځته شي ، چې د کيفيت او کميت ترڅنګ اوږد عمر ولري .

هغه زياته کړه: ((  په وروستيو يوولسو کلونو کې ډېرې داسې رسنۍ رامنځته شوې او بيا بندې شوې؛ چې له يوې خوا يې حقوقي، مالي او اخلاقي ملاتړ لنډمهالی او مشروط ؤ  او له بلې خوا د نظام او د روانې جګړې ښکېلو غاړو  د مغرضانه غوښتنو د نه عملي کولو له امله د مجبوريت له وجې  په يوه او بله پلمه بندې  شوې))

د ياد شوي مرکز د پرانېستې غونډې يو ګډنوال او دپکتيا پوهنتون علمي مرستيال عبدالقدير خاموش هم  د دې ډول مرکزونو جوړول له دې امله ګټور وبلل ، چې په جوړېدو سره د ټيټې کچې خبريالانو ته دا ورښيي چې له باتجربه هغو سره د ګډ کار له امله دا زده کړي ، چې له مسايلو سره څه ډول برخورد وکړي .

خاموش ياد شوى  مرکز د خبريالانو لپاره يو لوی قوت وباله او زياته يې کړه: (( دا چې د پکتيا خبريالان په داسې مرکز کې سره راټول شي او په ګډه کار وکړي، نو هيڅ فشار به دوی تسليم نه کړي او د يوه ځواک په توګه به خپل فعاليتونه مخ ته بوځي.))

په ورته وخت کې بيا د پکتيا د ژورناليستانو د خپلواکې ټولنې مشر نيازالله اصيل ځاځي له دې امله اندېښنه وښوده ، چې يو شمېر غير مسلکي کسانو رسنيو ته لار موندلې ده .

هغه وايي چې دغه کسان  د ژورنالېزم په اخلاقي او مسلکي اوصولو د نه پوهېدو له امله ډېر ژر  د مغرضو او مفسدو کړيو لخوا د مادياتو په مقابل کې ژورناليستيکي اصول او رسالت زيانمنوي، چې له امله يې د واقعي ژورناليستانو حيثيت ته لويه ضربه رسېږي.

د پکتيا ميډيا سنټر (PMC) په جنوب ختيځ ون کې په داسې مهال د خپلو ژورناليستيکو فعاليتونو د پيل خبر ورکوي، چې دا مهال په دغه سيمه کې د شمېر له پلوه د پام وړ رسنۍ او مطبوعاتي مرکزونه رامنځته شوي دي .

 

 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.