ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر ومنل چې د مخالفینو د ګواښ له امله په غزني کې ځینې ښوونځي تړل شوي

ولسمشر ومنل چې د مخالفینو د ګواښ له امله په غزني کې ځینې ښوونځي تړل شوي

author avatar
4 May 2012 - 20:50
ولسمشر ومنل چې د مخالفینو د ګواښ له امله په غزني کې ځینې ښوونځي تړل شوي
author avatar
4 May 2012 - 20:50

کابل ( پژواک ۱۵ غویی ۹۱) که څه هم ځایي چارواکي په غزني ښار کې دښوونځیو دتړل کیدو خبره نه مني ، خو ولسمشر حامد کرزي نن پخپله راډیویي وینا کې ومنل چې د وسلوالو مخالفینو له لوري دغلته یو شمیر ښوونځي تړل شوي دي.

د غزني ښار د یو شمیر ښوونځیو مسوولین، زده کووني او ځایي اوسیدونکي وایي چې له تیرو دوو اونیو راهیسې په ښار کې د طالبانو د ګواښنې له امله تر ۲۰ شاوخوا ښوونځي تړل شوي دي، خو د پوهنې وزارت او د  غزني د پوهنې ریاست بیا دغه خبرې ردوي او زیاتوي چې هلته هیڅ ستونزه  نشته.

دغزني د پوهنې رییس څو ورځې مخکې پژواک اژانس ته ویلي وو، چې د بارانونو له امله یو شمیر زده کوونکي ښوونځيو ته نه ځي.

خو ولسمشر حامد کرزي نن دغویي په ۱۵مه، پخپلې پنځلس ورځنۍ راډیویي ویناکې په ډاګه کړه،  چې په غزني ولایت کې د وسلوالو مخالفینو د تهدید او ګواښ له امله یو شمیر ښوونځي او مدرسې تړل شوې چې له امله یې زرګونه نجونې او هلکان له زده کړې پاتې شوي دي.

ولسمشر په دې وینا کې له مخالفینو پوښته کړې چې د ښوونځیو  د بندولو او تړلو زیان چاته رسیږي؟ هغه زیاته کړې چې زیان یې  امریکا اویا نورو بهرنیانو ته نه رسیږي، بلکې همدې افغان ولسس او  ماشومانو ته رسیږي، چې له زده کړو پاتې کیږي.

هغه زیاته کړې : (( د همدې بې سوادې له امله نن موږ ډاکټران نه لرو، ناروغان مو بهرنیو هیوادونو ته ځی، انجنیر نه لرو، چې زموږ سړکونه او ودانۍ جوړې کړي. ))

حامد کرزی وایي چې د ښوونځیو د تړلو ګټه هغو خلکو ته رسیږي، چې نه غواړي افغانستان په خپلو پښو ودریږي او د پردیو  له احتیاج څخه خلاص شي .

ولسمشر د وسلوالو مخالفینو پر مشرانو غږ کړی، چې د ښوونځیو له تړلولاس واخلي او پریږدي، چې د هیواد بچي زده کړې وکړي او د پردیو له احتیاجه خلاص شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.