ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميانشين کې څلور ښوونځي پرانيستل شول

په ميانشين کې څلور ښوونځي پرانيستل شول

author avatar
5 May 2012 - 19:59
په ميانشين کې څلور ښوونځي پرانيستل شول
author avatar
5 May 2012 - 19:59

کندهار ښار (پژواک ١٦ غويى ٩١): د کندهار ولايت په ميانشين ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره ٤ لومړني ښوونځي پرانيستل شول، چې سلګونو زده کوونکو په کې زده کړې پيل کړې.

 ميانشين د کندهار شمال په نږدې ١٣٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې په تېرو شپږو کلونو کې د وسلوالو مخالفينو په ولکه کې وه؛ خو څو مياشتې وړاندې د افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو په پايله کې د دولت لاس ته ولوېده.

 د کندهار ولايت د سولې شورا مشرتابه او د پوهنې رياست چارواکو د امنيتي مسوولينو په ملتيا، نن دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ او له ولسوال حاجي روزي خان او قومي مشرانو سره په ګډه يې د ولسوالۍ لپاره د نوې ودانۍ ترڅنګ څلور لومړني ښوونځي پرانيستل.

 د کندهار د پوهنې رييس شېراقا صافي د ښوونځيو د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په ميانشين کې پر يوه ځاى څلور لومړني ښوونځي پرانېزي.

 هغه زياته کړه، زده کوونکو ته يې د ښوونځي اړوند کتابونه او قرطاسيه وېشلي او د سيمې د لوستو وګړو له خوا به يې د تدريس چارې مخ ته وړل کېږي؛ خو هڅه کوي، چې د دې ولسوالۍ لپاره مسلکي ښوونکي له مرکز څخه په لوړ امتياز دغلته وګوماري.

 د نوموړي په وينا، اوسمهال په دغو څلورو ښوونځيو کې، چې د ميانشين په ظبطو، لخسنګ، کارېز او دښت سيمو کې پرانيستل شول، سلګونه ماشومان په زده کړو بوخت دي.

 دى وايي، چې په وار سره به په دې ولسوالۍ کې نور ښوونځي هم پرانېزي او ښوونځيو ته به نوې ودانۍ هم جوړوي، ترڅو زده کوونکي په کې په ښه چاپېريال کې خپلې زده کړې مخ ته يوسي.

 صافي دغه راز وويل، چې د کندهار په دوو نورو ولسواليو غورک او نېش کې هم هېڅ ښوونځى نشته او ډېر ژر به هلته هم په ورته توګه ښوونځي پرانېزي.

 هغه د سيمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې خپل ماشومان زده کړو ته وهڅوي او د ښوونځيو ساتنه وکړي.

 د ميانشين نوي پرانيستل شوي ښوونځي تر دې مهاله ودانۍ نه لري او ماشومانو په خټينو کورونو کې تر خېمو لاندې په زده کړو پيل وکړ.

 د سيمې اوسېدونکي او ماشومان خوشحاله وو، چې د لومړي ځل لپاره يې په سيمه کې ښوونځي پرانيستل شوي دي.

 د نورمحمد په نوم يوه نهه کلن ماشوم پژواک اژانس ته وويل، چې مخکې به يې د ورځې له خوا په خپله ځمکه کې له پلار سره کار کاوه، خو اوس خوښ دى چې ښوونځي ته راځي او درس وايي.

 د ښوونځيو تر پرانيستل کېدو وروسته، د ميانشين لپاره جوړه شوې ودانۍ هم د ولسوال او قومي مشرانو له خوا پرانيستل شوه.

 د ميانشين ولسوال حاجي روزي خان پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ ودانۍ د ايساف په مالي لګښت جوړه شوې او اړوند ټول ملحقات لري؛ خو هغه ته پر جوړې شوې ودانۍ د راغلي لګښت اندازه معلومه نه وه.

 د ميانشين اوسېدونکو او قومي مشرانو غوښتنه کوله، چې په سيمه کې دې د هغوى لپاره روغتيايي مرکزونه او د ژوند نورې اسانتياوې هم برابرې شي؛ ځکه دغه ولسوالۍ د کلونو کلونو لپاره د چارواکو له پامه لوېدلې وه.

 د کندهار ولايت چارواکي وايي، اوسمهال پر دې کار کوي، ترڅو په دې ولسوالۍ کې تر امنيت وروسته د حکومتدارۍ او پرمختيا چارې پيل کړي، چې په دې لړ کې به په ولسوالۍ کې اړوندې دولتي ادارې فعاله کړي، ترڅو خلکو ته ټولنيز خدمات وړاندې شي.

 ميانشين ولسوالۍ د کندهار ښار په شمال لوېديځ کې د ١٣٥ کيلومتره په واټن پرته ده، چې تېر شپږ کلونه د وسلوالو مخالفينو تر ولکې لاندې وه؛ خو څلو مياشتې وړاندې د امنيتي ځواکونو له خوا بېرته ونيول شوه.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.