کابل (پژواک ١٧ غويى ٩١): د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې وويل شول، چې په ولایتونو کې د خلکو شوراګانې د پوهنې د دښمنانو په مخنیوي کې مهم رول لري.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د غويي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ملي امنيت د شورا غونډه نن له غرمې مخکې د ولسمشر کرزي تر مشرۍ لاندې په ارګ کې ترسره شوه.
سرچينه ليکي چې د غونډې په پيل کې د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ په غزني او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ښوونځیو د امنیتي ستونزو په اړه معلومات ورکړل.
فاورق وردګ وويل، په ولایتونو کې د خلکو شوراګانې د پوهنې د دښمنانو په مخنیوي کې مهم رول لري.
نوموړي زياته کړه، د پوهنې وزارت منسوبین به له نورو ارګانونو سره په همغږۍ کې جدي اقدامات ترسره کړي، ترڅو په ځینو سیمو کې د ښوونځیو د بندولو مخنیوی وکړي.
سرچينه وايي، په ياده غونډه کې د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال بسم الله محمدي د کاپیسا د امنیتي حالت او په ځینو ولایتونو کې د پولیسو په تشکیلاتو کې د بدلونونو په اړه وضاحت ورکړ.
دغه راز د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ په افغانستان کې د نظامي عملیاتو په هکله معلومات ورکړل او زياته يې کړه: ((له نړیوالو ځواکونو سره تر موافقې وروسته، اوس مهال ټول نظامي عملیات د افغانستان د امنیتي ځواکونو په مشرۍ ترسره کېږي.))
نوموړي د بګرام زندان د مسوولیتونو د لېږد ترڅنګ د زندانیانو د دوسیو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دغه زندان کې د بندیانو دوسیې تر څېړنې لاندې نیول شوې دي، ترڅو د هغوی په اړه لازمې پرېکړې ترسره شي.
همدارنګه د لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزي د انتقال د درېیمې مرحلې په اړه مجلس ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د شیکاګو کنفرانس لپاره د تیاریو په باب هم خبرې اترې وشوې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن