ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرحدي پوليسو يو قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو

د سرحدي پوليسو يو قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو

author avatar
7 May 2012 - 15:51
د سرحدي پوليسو يو قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو
author avatar
7 May 2012 - 15:51

کندوز ښار (پژواک ١٨ غويى ٩١): د کندوز ولايت د سرحدي پوليسو د يوې پوستې قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د امام صاحب ولسوال امان الدين قريش وايي، چې دغه ماين نن سهار (د غويي ١٨مه) په داسې حال کې د جنګل په سيمه وچاودېد، چې د سرحدي پوليسو قوماندان له خپلو ساتونکو سره په سراچه موټر کې د ولسوالۍ مرکز ته روان وو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د امام صاحب د سرحدي پوليسو د پوستې قوماندان قادر له دوو نورو پوليسو سره ووژل شو.

قريشى زياته کړه، چې دغه ماين د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى وو.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې چاودنه کې د قوماندان قادر په ګډون پنځه سرحدي پوليس وژل شوي دي.

يوه چلوونکي تاش محمد وويل: “سهار مې چې کله سپرلي د ولسوالۍ بازار ته وړل، ومې ليدل چې لاره تړلې ده، ويل يې چې چاودنه شوې او قوماندان قادر له څو نورو کسانو سره وژل شوى دى، نږدې دوه ساعته ولاړو وو، چې لاره خلاصه شوه او د ولسوالۍ مرکز ته ولاړم.”

هغه زياته کړه، چې له دې لارې د تېرېدو پر مهال يې د پوليسو موټر، چې ويجاړ شوى وو، ليدلى دى.

د امام صاحب ولسوالۍ له تاجکستان سره ګډه پوله لري او هلته د سرحدي پوليسو يو کنډک مېشت دى.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.