شبرغان (پژواک ١٩ غويى ٩١): د جوزجان امنيتي مسوولينو د درزاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال نيولى دى.
د جوزجان د والي مرستيال فقيرمحمد جوزجاني نن (د غويي ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قاري نصرالدين تېره شپه د درزاب ولسوالۍ په اغ بلاغ کلي کې نيول شوى دى.
د هغه په وينا، دغه کس هغه مهال د سيمه ييزو او ملي پوليسو له خوا ونيول شو، چې پر ګزمه بوخت وو.
د درزاب ولسوال مطيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قاري نصرالدين په ورانکارو کړنو کې لاس درلود او په دې ولسوالۍ کې يې د مخالفينو بريدونه طرحه کول.
هغه وويل، چې د دغه کس نيول ښايي په ولسوالۍ کې د امنيت په ټينګښت کې ښه اغېز ولري.
د اغ بلاغ کلي يوه اوسېدونکي اسماعيل پژواک خبري اژانس ته وويل: “نصرالدين خلک ځورول، نيول کېدل يې د خلکو لپاره ښه دي.”
همدارنګه وسلوال طالبان د قاري نصرالدين نيول کېدل ردوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نيول شوى کس د دوى اړوند نه دى او کېداى شي عادي وسلوال کس وي.
خو هغه زياته کړه، چې د دغه کس د پېژندلو په اړه يې څېړنې روانې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن