ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر مخور: کوچيانو ته دې په ټولو ولايتونو کې ځمکې ورکړل شي

author avatar
8 May 2012 - 19:59
author avatar
8 May 2012 - 19:59

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩١): د لوګر قومي مشرانو له ولسمشر څخه وغوښتل چې کوچيانو ته دې د هېواد په ټولو ولايتونو کې ځمکې ورکړل شي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د غويي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن غرمه د لوګر قومي مشرانو له ولسمشر سره په ارګ کې د کتنې پرمهال په دغه ولايت کې د بيارغونې د بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ.

خبرپاڼې د قومي مشرانو له خولې ليکلي، که چېرته ټولو کوچيانو ته يواځې په لوګر کې ځمکې ورکړل شي، نو د دې ولايت د اوسېدونکو ستونزې به لازياتې شي؛ ځکه چې دوى خپله د سرپنا له پلوه له زياتو ستونزو سره مخ دي.

سرچينه کاږي، چې مقصودي حيدري او انجنير صاحب خان د نورو په استازيتوب د پوهنې، روغتيا او برېښنا په برخو کې خپلې سيمه ييزې ستونزې ولسمشر کرزي ته وړاندې کړې او په لوګر کې يې د بيارغونې د بهير چټکتيا ته د حکومت پاملرنه راواړوله.

دوی همداراز په لوګر کې د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د جوړېدو او د عينکو د مسو پر کان په عملي توګه د کار د پيلېدو غوښتنه وکړه.

سرچينه ليکي، چې ولسمشر حامد کرزي د لوګر د خلکو د سيمه ييزو ستونزو له اورېدو وروسته، هغوى ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې د کابينې په راتلونکې غونډه کې په ملي شورا کې د دغه ولايت د استازو او د لوګر د والي په شتون کې وڅېړل شي او د حل په موخه به يې لازم اجراات ترسره شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.