فراه (پژواک٢٢ غويى٩١): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې تېر مازيګر طالبانو د پوليسو پر امنيتي پوستو بريد کړى، چې ٧ طالبانو او درېيو امنيتي سرتېرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه ولايت د امنيه قوماندانۍ سرپرست او د امنيت آمر سمونوال محمدغوث مليار د غويي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې طالبانو تېره ورځ مازيګر ٣ بجې د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې د پوليسو پر څلورو امنيتي پوستو بريد وکړ، چې د ماښام تر ٦ بجو يې دوام درلود.
د مليار د معلو ماتو له مخې ، د طالبانو او پوليسو په جګړه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او بل ټپي دى.
هغه زياته کړه،چې په دې نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي ، پنځه طالبان او درې دولتي سرتېري ټپيان دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي ،چې د طالبانو او امنيتي سرتېرو ترمنځ په جګړه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او ٥ نور ،چې ٢ ښځې او ٣ ماشومان دي ټپيان شوي دي.
دوى زياتوي، چې وژل شوى ملکي وګړى د سيمې اوسېدونکى ٨٠ کلن سپېن ږيرى دى.
د فراه د ملکي روغتون سرپرست ډاکټر عبدالمنان رشيدي پژواک ته وويل چې د جګړې ٤ ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي، چې دوه يې د ملي اردو سرتېري او دوه ملکي وګړي دي.
طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن