لښکرګاه ( پژواک ٢٢ غويى ٩١ ) : د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې د ماين په يوه چاودنه کې د پنځو ماشومانو په ګډون د يوې كورنۍ اوه غړي وژل شوي دي .
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ د غويي په ۲۲ مه پژواك خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ غرمه مهال د موسى كلا په مسلماني سيمه كې رامنځته شوې ده.
فرهنګ وايي ، چې دحاجي سيد محمد اكا په نوم د يوې كورنۍ غړي په خپل تونس موټر كې له كور څخه د ولسوالۍ پرلور روان وو، چې په لاره كې دطالبانو لخوا ځاٰى پرځاٰ شوى ماين پرې چاودېدلى دى.
د هغه په وينا، ددې چاودنې په ترڅ كې د سيد محمد اکا درې واړه لوڼې،دوه واړه هلكان، ښځه او خپله حاجي سيد محمد اكا ووژل شول او دكورنۍ يو بل غړى يې ټپي شوى دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند همدا راز زياتوي ،چې په همدې وخت كې دپېښې قربانيانو مرسته ته سيمه ييز پوليس ورغلي و، چې پرهغوى هم د پرسونل ضد ماين چاودنه شوې ، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى دى.
د موسى كلا ولسوالۍ د شهبان سيمې يوتن اوسېدونكي عبدالخالق په لښكرګاه كې پژواك اژانس ته وويل ، چې حاجي سيد محمد اکا يو بې پلوه سړى و او له هېڅ ډلې سره يې تړاو نه درلود.
هغه زياته کړه : (( موږ بې وزله خلك په سيالۍ کې وژل كېږو، يوه اونۍ وړاندې په سنګين ولسوالۍ كې دايساف په هوايي بمبار كې په همدې شمېر ماشومان له خپل مور سره وژل شوي وو.))
ده له ټولو خواو څخه غوښتنه وكړه ، چې دملكي خلكو له وژلو او ځورلو څخه دې ډډه وكړي .
كه څه هم طالبانو د ملكي كسانود وژنې په اړه څه نه دي ويلي ، خو ددوى وياند قاري يوسف په يوه ټېلېفوني پيغام كې ويلي، چې دسربيښي او مسلماني په كليو كې يې د بهرينانو دوه ټانګونه په ماينونو الوځولي او څلورسرتېري يې وژلي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن