کابل ( پژواک ٢٢ غويى ٩١ ) : د افغان ځوانانو د کرکټ د ملاتړ ادارې (AYCSO ) د افغان کنکشن په مالي ملاتړ په کاپيسا او غزني ولايتونو کې د کرکټ سل تنکي لوبغاړي وروزل.
د يادې ادارې مشر او د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان رييس احمدزي د غويي په ٢٢مه،پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا روزنيز کمپونه د روانۍ اونۍ په لومړيو ورځو کې پيل او تېره ورځ پاى ته رسېدلي دي.
هغه زياته کړه ،چې په دې ترڅ کې په هر يوه ولايت کاپيسا او غزني کې د ١٤ او ١٨ کلونو ترمنځ تنکيو ځوانانو ته د کرکټ لومړي مهارتونه او قوانين ور وښودل شول.
نوموړي وويل چې دغو ځوانانو ته د کرکټ د پخواني لوبغاړي او پياوړي روزونکي مجاهد ځډراڼ لخوا روزنه ورکړل شوه.
رييس احمدزى وايي،چې دغه روزنيز پروګرام يې د افغان کنکشن Afghan connection په ملاتړ د انګلستان د اېم سي سي کلب په همکارۍ ترسره کړى دى.
د کرکټ رزونکي مجاهد ځډراڼ پژواک اژانس ته وويل ،چې که څه هم په کاپيسا او غزني ولايتونو کې کرکټ ډېر پرمختګ نه دى کړى، خو لوبغاړي يې له دې لوبې سره سخته مينه لري.
هغه زياته کړه ،چې لوبغاړو په ډېرې علاقمندۍ سره په دې روزنيزو کمپونو کې برخه واخيسته او په ډېرې لېوالتيا سره يې لومړني مهارتونه زده کړل.
ځډراڼ وويل چې لوبغاړو ته يې د بيټنګ، بالنګ، فيلډنګ او ددې هرې څانګې په بېلا بېلو مهارتونو په اړه معلومات ورکړل.
د غزني ولايت يوتن لوبغاړي ١٥ کلن غلام سيد پژواک اژانس ته وويل ،چې دوى د کرکټ لوبه کوله، خو چا ورته سمه روزنه ،نه وه ورکړې.
هغه د افغان ځوانانو د کرکټ له ملاتړ ادارې (AYCSO ) څخه مننه وکړه، چې د لومړي ځل لپاره يې دوى ته روزنيز پروګرام جوړ کړ.
نوموړي زياته کړه : (( په دې روزنيز کمپ کې مې د کرکټ د هرې برخې په اړه لومړني مهارتونه زده کړل.))
د افغان ځوانانو د کرکټ د ملاتړ ادارې (AYCSO ) مشر رييس احمدزى وايي، چې تر اوسه يې په ګڼ شمېر ولايتونو کې دا ډول روزنيز پروګرامونه په لاره اچولي او سلګونه لوبغاړي يې روزلي او ټاکل شوې ، چې په روان زېږديز کال کې په لسو نورو ولايتونو کې هم دا ډول پروګرامونه جوړ کړي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن